کور / تازه خبرونه / په ۲۰۰۸ کال کی د ملکي افغانانو کړکیچ ” اعلامیه”

په ۲۰۰۸ کال کی د ملکي افغانانو کړکیچ ” اعلامیه”

کابل ۲۱ جنوری ۲۰۰۹ – د افغانستان د بشری حقونو د څار او راپور ورکونی د سازمان ARM د یوه راپور له مخی، په ۲۰۰۸ میلادی کال کی – له هغه څه نه چی په رسنيو کی او یا د ملګرو ملتونو د سازمان لخوا وویل شول – ډیر ملکی وګړی ووژل شول، ټپیان شول او له خپلو مینو وتو ته اړ ایستل شول.

د جګړی ټولو غاړو له نړيوالو بشردوستانه قواعدو، د ژنیو له کنوانسیونونو او د افغانستان له کورنیو قوانیو څخه چی باید د جګړی په مهال پلی شی، په پله پسی او سیستماتیک ډول سرغړونې وکړې.

داړه مارو ډلو لکه سیمیزو جنګسالارانو او ناقانونه ملیشو هم معافیت ته ورته په یوه فضاء کی د ملکی خلکو په وژنی، پر ښځو او ماشومانو جنسی تیریو او په پراخو داړلو او ویرولو لاس پوری کړ.

تیر میلادی کال د جګړه مارو غاړو د کړنو، د جنایتکارو ډلو او ناامنیو په لړ کی د شاوخوا څلورو میلیونو ملکی وګړو پر بشری حقونو تیری وشو.

د ARM د معلوماتو او شننو له مخی، تیر کال د جګړو او ناامنیو له کبله، تر ۳۹۱۷ ډیر کسان ووژل شول، تر ۶۸۰۰ ډیر ټپیان شول او له ۱۲۰۰۰۰ څخه ډیر وګړی له خپلو کورونو بیځایه شول.

ناوړه او فاسد حکومت، تیر کال، د افغانستان له تر ټولو سترو ناخوالو او ننګونو څخه وو چی د هیواد په سلو کی اتیا وګړی تری اغیزمن شول.

عام خلک د طالب اورپکو د زورزیاتیو او د هغو په خلاف د نړیوالو او افغان ځواکونو د فعالیتونو له امله هم مخ په ډیریدونکی ډول اغیزمن او زیانمن شول. هغو جګړییزو کړنو چی ملکی خلک یی ډیر وکړول، د طالبان جنګیالیو لخوا ځان وژونکی بریدونه او د سړک غاړی کنټرول شوی چاودنی او د امریکا څواکونو لخوا هوایی بمباری وی.

او پداسی حال کی چی مخ په زیاتیدو اړ خلک بشری مرستو او پیرزوینو ته سخت په اړتیا کی وه، د ملګرو ملتونو سازمان او نور نړیوال مرسته کوونکی په کابل ښار او نورو سترو ښارونو کی ایسار پاتی شول.

۲۰۰۸ کال د طالبانو د رژیم له ړنګیدو راپدیخوا تر ټولو ډیر خونړی کال وو، او داسی نښې شته چی ښیی ۲۰۰۹ به هم افغانستان او افغانانو لپاره له سختیو او کړاوونو ډک کال وی. له همدی کبله ARM د افغانستان له دولت، د اورپکو له مشرانو، د متحده ایالاتو په مشری له نړیوالو ځواکونو، له ملګرو ملتونو سازمان او له نورو اړوندو غاړو څخه په کلکه غوښتنه کوی چی د جګړی له ناوړو اغیزو څخه د ملکی خلکو د خوندی ساتلو په موخه ټولی ممکنه لاری چاری په چټکی پلی کړی. د دی تر څنګ ARM د امریکایی ځواکونو په اوسنی جګړییزی تکلاری (په ځانګړی توګه د هوایی ځواک په کارولو) کی د ژور بدلون؛ د ناوړه او فاسدی حکومتکونی ختمول؛ د طالب جنګالیو په لاس د بیګناه ملکی خلکو د پراخی وژنی، شکونی او زورونی سملاسی درول؛ د جګړی د قربانیانیو د ملاتړ او مرستی د ځانګړی وجهی صندوق جوړول؛ او په ناامنه سیمو کی اړو کورنیو ته د بیړنیو بشری مرستو رسونه غواړی. [پایله