کور / تازه خبرونه / د بریطانیا د دفاع وزیر د افغانستان سویل ته تللی.

د بریطانیا د دفاع وزیر د افغانستان سویل ته تللی.

د بریطانیا ددفاع وزیر جان هوټن د افغانستان سویل ته تللی او هلته یې د خپل هیواد له سرتیرو سره لیدلي، جان هوټن چې په دوه ورځني سفر بوخت دی نن سهار یې د کندهار په هوايي ډګر کې د بریطانوي ځواکونو له قومندانانو سره تېر کړ.
نوموړی به پدی دوه ورځني سفر کې د برېطانیا نوری پوځي ډلګۍ هم وویني او سبا به بېرته د بوسشن له کمپ څخه تر کتنو وروسته خپل هیواد ته ستون شي.
دا د بریطانیا ددفاع د وزیر په توګه د جان هوټن دویم سفر دی چې د افغانستان سویل ته یې کوي.