کور / تازه خبرونه / ولسمشر کرزي بارک اوباما ته مبارکي ورکړه.

ولسمشر کرزي بارک اوباما ته مبارکي ورکړه.

ولسمشر حامد کرزي د امریکا د متحدو ایالاتو نوي ولسمشر بارک اوباما ته د یو پیغام له لاری د کار د پيل مبارکي ورکړې او له بارک اوباما یې غوښتي ترڅو د دواړو هیوادو ترمنځ اړېکې سره پراخې او ټېنګې شي.
لر او بر ویبپاڼې د ولسمشرۍ د رسنیو ددفتر نه په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې ولسمشر هېله څرګنده کړې ترڅو د امریکا د نوې اداری له راتګ سره سم د دواړو هیوادو ستراتیژیکې اړیکې غښتلې شي.
ولسمشر کرزي بارک حسین اوباما ته د کار موفقیت غوښتی.
بارک حسین اوباما لومړنی افریقايي الاصله تور پوستی دی چې د امریکا ولسمشرۍ ته رسېدلی.