که څوک تله د انصاف په لاس کښي درکړي
د رحمان بابا روح دې ښاد وی څومره ښکلې اشعار یې ویلي او څومره په تول پوره دی او په هره زمانه کې صدق کوی اوس دا نیم بیتی زما ځکه پر خوله راغلی چې د زابل د چارواکو ناکړدو او بې انصافۍ مې زړه ډیر درداوه او وینم چې په کومه اندازه کې د زابل د خلکو تر حقوقو پام اړولي دی او په کومه اندازه د خپلې خوښې کارونه کیږی.
د زابل مرکز د کلات ښار دی چې په څه ناڅه یو کیلومتر ساحه کې ودان دی او په دریو کوڅو کې شاوخوا دوه زره دوکانه لری چې د غریبو او بیچاره وو خلکو د ژوند د مخ ته بیولو یو مضبوطه سرچینه وه پدې دوکانونو کې نژدې زره دوکانه د کابل – کندهار د لویې لارې پر دواړه غاړو اباد سوی ول چې پکې مسترې خانې ، پرزه فروشی، دویرینګ دوکانونه، نانوایی ګانی دواخانې، هوټلونه او نور شامل وو.
دغه دوکانونه له ښاری قانون سره سم جوړ سوی و او په منظمه توګه د کلات ښاروالۍ او دملي اردو قوماندانۍ ورڅخه کلنۍ کرایه اخیستله خو سږ کال پدې سره ژمي کې یو ناڅاپه د کوم چارواکی اعصاب او لیونتوب را وپاریدل او دا امر یې وکړ چې د کابل کندهار د لویې لارې دوکانونه دی وران شی د دغو ښاغلو دا دلیل دي چې ددې دوکانونو پر ځای به پارک جوړوي او بیا به خلک ورڅخه خوند اخلي او د کلات د ښار ښکلا به هم ورسره زیاته شي. او دا هم وایی چې دا دکانونه د قانون پر خلاف جوړ شوی لارې یې بندولې او باید چې وران شوی وای.
افسوس او سله ځله افسوس د خوارو زابلیانو پر حال چې څنګه هغه قانون چې دا شپاړس کاله یې درک نه وو پدې سره ژمي کې را پیدا شو او د عملی کولو لپاره یې څرنګه تکړه او پیاوړی سپاهیان پیدا شول چې پدې سره ژمي یې قانون عملی کړ، خداي دي د افغانستان هر ګوټ ته داسی تکړه قانون پلی کوونکي ورکړی. خو د بدبختۍ ځای دادي چې دا خلک یواځي هغه قوانین عملی کوي چې د ورانۍ لپاره جوړ سوی وي او د ابادۍ کار ته یې ملا ماته ده. زه له دې ښاغلو پوښتنه کوم چې تاسي په کوم دلیل زر دوکانونه نړوي او په کوم جرات سره داسي کار ته لاس اچوی چې د زرو کورنیو څخه د خولې مړي اخلي او هغوي اړ کوي چې یا کډوال شی او یاهم نورو چارو ته لاس واچوي چې بیا به یې نه تاسي قابو کولای سی او نه به بیا ستاسي قانون وتوانیږی.
د زابل ښاروال او والي صاحب! تاسی اصلاً په قانون نه پوهیږی او یا هم له قانون څخه غلط تعبیر کوي او پدې توګه خپل سیاسي دښمنان ټکوي چې دا کار نه په اسلام کې روا دی او نه هم د افغانستان په کوم قانون کې، تاسی ځکه په قانون نه پوهیږی چې د ښاروالۍ قوانین که تاسی مطالعه کړي نو وبه پوهیږی دوکانونه چې پر کوم ډول جوړ شوي ول هغه قانوني ول تاسی مهرباني وکړی او د ټول ګټو یا فواید عامې قانون د ښاروالۍ په ساحه کې مه تطبیقوی. دوهمه خبره داده چې هغه څوک چې قانون عملي کوي نو اول دي پر خپل ځان عملي کړي او بیا دي پر نورو عملی کړو ښاغلي والي صاحب او ښاروال صاحب تاسی چې د ولایت او والی د ودانۍ د امنیت او د پي ار ټی پخاطر مو څو کوڅې بندی کړی او خلکو ته مو څومره مشکلات جوړ کړي دي. تاسی ولي اول دا قانون پر ځان او خپلو خارجي انډیوالانو نه تطبیقوي چې پر خوارو غریبو او بې چاره کلاتیانو او دوکاندارانو پسې مو را اخیستي اخر دوی هم انسانان ، مسلمانان، افغانان او زابلیان دی او دایې حق دی چې په خپل ولایت کې د خپل ځان لپاره کار او بار جوړکړي خو تاسي یې یوه کار ته هم نه پریږدي. زه له والي او ښاروال څخه پوښتنه کوم چې تاسي ولی د ورانۍ کار ته دومره میړني یاست تاسي ولي د ورانۍ د کار اتلان یاست؟
تاسی ولی د بیارغونې په کار کې بلا وهلي یاست هغه د څلویښت میلونو ډالرو بیا رغونه چې تراوسه یې باید ټولې چارې خلاصې سوې وایی تر اوسه درک نلری ولي مو پر هغه خوا پښې نه ورځي چې د غریب او بیچاره د دوکانونو ورانولو ته شنه زمری یاست؟ تاسي ولی په دې څلورو کلونو کې د کلات یوکیلومتر سړک قیر نکړ ؟ تاسی ولي د کلات مرکزی جامعه چې دوه کاله کیږی نړولې نسی جوړولاي؟ تاسی ولی په داخل د ښار کې امنیت نسی راوستلای؟ تاسي ولې خلکو ته کار نسی پیداکولای او تاسی ولی …
تاسي دا فکر مه کوي چې زابلیان غریبان دی نو ستاسي د کړنو په اصلي مطلب به هم نه پوهیږي، زابلیان غریبان دی خو خپله ګټه او تاوان پیژنی او په دې هم پوهیږی چې تاسی ولې پدې سره ژمی کې هغه ستاسی قانون ؟؟؟؟ عملي کړ، والي صاحب او ښاروال صاحب تاسی دا دوکانونه پدې سره ژمي کې پدې خاطر ونړول چې دې دوکاندارانو د خپلو دکانونو پر مخ د خپل منتخب سناتور ډاکتر زلمی عکسونه ځړولي وو او ډاکتر زلمی هغه شخص دی چې ستاسی ناقانونه کړو ته په زغرده ناقانونه وایی او ستاسی سره چاپلوسی نه کوی بلکه د خپلو موکلینو په درد شریک دي او د هغوي د حقوقو غوښتنه کوي.
موږ دکلات ښار اوسیدونکي او دوکانداران له مرکزی دولت څخه په کلکه دا غوښتنه کوو چې باید ژرتر ژره د زابل غریب او بیچاره خلک د والی دلبرجان ارمان او ښاروال له ظلم او زبردستي څخه وژغوري او دغو خلکو ته د خپل وکړو سزا ورکړي، که دزابل والي او ښاروال د خداي رحمت وی هم زموږ بس دی او که د خداي غضب وي چې دي هم نو دخداي په خاطر نور یې د زابلیانو له سره لیری کړي. کنه نو دزابل خلک اړ دي چې پخپله یې غوټه په څټه کې ورکړي چې په هغه صورت کې به بیا موږ ملامت نه یوو.
دزابل له وکیلانو او سناتورانو ، د بشر د حقوقو له مدافعو اشخاصو او ټولنو، مرکزی دولت او له ټولو خواخوږو انسانانو دا غوښتنه کوم چې د زابل والی او ښاروال ددې ناوړه کار په وړاندي دي چوپ نه پاته کیږي بلکه دا خلک دې محکمې ته کش کړي او د زابلیانو حقوق دي ورڅخه واخلي
د زابل والی او ښاروال صاحب تاسی قانون پر ځان نه عملی کوی او پر نورو یې عملی کوي نو زه هم درته د رحمان بابا دا بیت ډالۍ کوم خداي دي وکړي چې ستاسي پر کاڼو زړونو خو لږ اثر وکړي.
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې