جنرال پکتياوال: ۵ تنه مو د سلګونو بوتلو شرابو په تور نيولي دي

د لراوبر اداره | جنوري 21st, 2009



دامنيه قوماندانۍ پوليس وايې چې دکابل په ښار کې يې پنځه تنه دشراب دخرڅلاو په تور نيولي دي .


دامنيه قومانداني دجنايي چارو ريس مل پاسوال عليشاپکتياوال لراوبر ته وويل چې دغه شراب دښار په بيلابيلو سيمو کې نيولي اوددې په تړاو يې پنځه تنه هم نيولي دي .

 پکتياوال ويل چې په که څه هم  دوي وړاندې دشرابوداستعمال دمخنيوي په خآطر ګامونه پورته کړي وو ولې په دې  وروستيو کې يې کارباريان زيات شوي وو اوځکه يې دمخنيوي پرضد عمليا ت پيل کړ .

 هغه وويل چې دوي به وروسته له دې دهوټلونوپه وړاندې هم عمليات پيل کړي ترڅو پوه شي چې په کومو هوټلونو کې غيرقانوني کړنې ترسره کيږ ي.

 وروسته له هغې چېدهيواد پخوانى لوي څارنوال عبدالجبار ثابت له دندې ګوښه شوي دي دالومړى ځل دي چې دشرابو دمخنيوي په وړاندې داسې ګام پورته کيږي .

Copyright Larawbar 2007-2024