کور / تازه خبرونه / زرداري، کرزي ته د پاکستان د تګ بلنه ورکړې.

زرداري، کرزي ته د پاکستان د تګ بلنه ورکړې.

د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري تېره ورځ دافغانستان ولسمشر حامد کرزي سره په ټیلیفون خبرې کړي، د ولسمشرۍ ماڼۍ په خپرې شوی خبرپاڼه کې ویل شوي په دغو ټیلیفوني خبروکې دواړو ولسمشرانو ددواړو هېوادونو ترمنځ داړیکو او دسیمه یزو مسئلو په سر خبرې کړي او دافغانستان او پاکستان دخلکو ترمنځ یې ددوستۍ په پیاوړتیا او ددواړو حکومتونو ترمنځ په همکارۍ باندې ټینګار کړې.
خبر پاڼه زیاتوي زرداري خپل سیال حامد کرزي ته بلنه ورکړې چې په یو مناسب وخت کې پاکستان ته سفر وکړي، چې دافغانستان ولسمشر له خوا دا بلنه په کورودانۍ سره منل شوې.