کور / خبرتیا او پيغامونه / دپښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن خبرتيا !

دپښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن خبرتيا !

دپښتونخواملي عوامي ګوند د لوستونكو د څانګې ’’ پښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن  ٌ  له خوا په يوه خبرپاڼه كې ويل سوي دي چي دغه تنظيم به د جنورۍ پر ۲۴مه نېټه سهار ۱۱ بجې د جنوبي پښتونخوا د مركزي ښار كوټي د مطبوعاتي مركز مخي ته يوه احتجاجي مظاهره كوي


دپښتونخواسټوډنټس ارګنائزېشن د جنوبي پښتونخواسكريټري كبيرافغان لراوبر ته وويل چي د دغې احتجاجي مظاهرې مقصد په سوات كې د تعليمي ادارو د سوځولو ،بندولو ، په زرګونه نجونې او هلكان له زده كړو بې برخي كولواو په دغه سيمه كې د رواني بدامنۍ غندنه كول دي


هغه زياته كړه چي له ټولو علم اوقام دوسته لوستونكو څخه په دې احتجاجي مظاهره كې د ګډون  هيله كوو