کور / تازه خبرونه / فرانسه: افغانستان ته نور پوځيان نه لېږو

فرانسه: افغانستان ته نور پوځيان نه لېږو


د فرانس پريس آژانس د فرانسې د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړ، چي دغه هيواد افغانستان ته د نورو پوځيانو لېږل نه غواړي.
فرانسه په داسي حال کي افغانستان ته د خپلو پوځيانو له لېږلو څخه انکار کوي، چي د امريکا ولسمشر باراک اوباما له ناټو غړو هيوادونو څخه افغانستان ته د نورو پوځيانو د لېږلو هيله څرګنده کړې وه.
د فرانسې ته د دفاع وزير هروي مورين وايي فرانسه په افغانستان کي د ضرورت وړ عسکري حضور لري، او د دغه هيواد له حکومت سره د پام وړ مرستي کړي دي، د پوځيانو د شمېر ډېرېدلو ته اړتيا نه ليدل کېږي.
فرانسه تر امريکا، انګلستان او کاناډا را وروسته څلورم هيواد دئ چي په افغانستان کي زيات عسکر لري.