کور / تازه خبرونه / جاپان او کوريا د افغانستان سره پر ګډو مرستو ږغېږي

جاپان او کوريا د افغانستان سره پر ګډو مرستو ږغېږي


جاپان او جنوبي کوريا د جنوري پر دېرشمه په سېول کي له افغانستان سره پر ګډو مرستو خبري سره کوي.
د کوريا ولسمشر او د جاپان صدراعظم به په افغانستان کي د بيا رغوني په اړه سره وږغېږي، چي څنګه دغه دواړه هيوادونه د افغانستان د بيا رغوني په پروژو کي همږغي سره راوړي.
 جاپان يو له هغو هيوادونو څخه دئ، چي په تېرو څو کلونو کي يې د افغانستان په بيا رغونه کي د پام وړ مرستي کړي دي.
جاپان د طالبانو تر ړنګېدو وروسته په افغانستان کي د مکتبونو، روغتونونو او سړکونو په جوړولو کي ځيني پروژې په کار اچولي دي، چي د کارپوهانو په وينا افغانانو ته خورا ګټوري تمامي سوي دي.