کور / تازه خبرونه / ناټو: د پاکستان د خپلواکۍ احترام کوو

ناټو: د پاکستان د خپلواکۍ احترام کوو


د ناټو سرمنشي ياپ هاپ دي شيفر وايي پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ کي مهمه وڼده اخيستې او ناټو د پاکستان د خپلواکۍ خيال ساتي.
له جمهور رئيس آصف علي زرداري سره تر ملاقات وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او ښاغلى شيفر په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي راڅرګند سول.
د ناټو منشي ښاغلى شيفر وايي پاکستاني پوځ د ترهګرۍ خلاف جنګ کي ډېري قربانۍ ورکړي، ناټو به له دغه هيواد سره د القاعدې او طالبانو خلاف پر يوه ګډ پلان کار وکړي او د هند او پاکستان احتمالي جنګ به د ترهګرۍ خلاف جګړې په مخ کي ډېري ستونزي وزېږوي.
د نوموړي په وينا ناټو به هيڅکله د پاکستان له اجازې پرته د ډيورنډ تر پولي ها خوا وانه وړي او ناټو له پاکستان سره د يوه پوځي تړون غوښتونکې ده.
بلي خواته د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري له ياپ هاپ دي شيفر سره د ليدني پر مهال وغوښتل چي ناټو ژر ترژره په قبايلي سيمو کي هوايي بريدونه ودوري.
د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي هيله وښوده، چي ښاغلى شيفر به له هند سره د پاکستان پر شخړه چي د ممبيى د بريدونو پر سر رامنځته سوې ده، له خپل نفوذ څخه کار واخلي او د دې ستونزي د حل دپاره به ګټور ګامونه پورته کړي.
نوموړي د امريکا د ولسمشر باراک اوباما د هغي وينا ستاينه هم وکړه، چي د نړۍ له مسلمانانو سره يې ښې اړيکي غوښتي وې.