کور / تازه خبرونه / اسرائيلو حماس ته نوى ګواښ وکړ

اسرائيلو حماس ته نوى ګواښ وکړ


د اسرائيلو د دفاع وزير يهود باراک په يوه ټلوېزوني وينا کي د حماس اسلامي غورځنګ ته نوى ګواښ وکړ.
يهود باراک وايي حماس له مصر څخه د تر مځکي لاندي تونلونو له لاري وسلې ترلاسه کوي او که دا لړۍ ونه درېږي، دوى به يو ځل بيا پر غزه بريد وکړي.
خو د غزې اوسېدونکي وايي دغه تونلونه د وسلو دپاره نه، بلکي د خوراکي موادو د ترلاسه کولو په موخه کارېږي.
اسرائيل په داسي حال کي حماس ته دغه ګواښ کوي، چي پرون يې له غزې څخه خپل وروستى پوځي و ايستئ او نيژدې يوه مياشت دمخه يې پر غزه هوايي او مځکني بريدونه پيل کړي وه، چي درې هفتې يې دوام وکړ.
اسرائيل وايي پر غزه د بريد پر مهال يې د حماس ١٥٠ جنګيالي وژلي دي، خو حماس غورځنګ د اسرائيلو دغه ادعا ردوي.