کور / شعر / غزل

غزل

 


دژوندون په کشاکش کی می غوبل مخې ته راشی
چی په خیال کی دیار زلفي الول مخې ته راشی


زه پر لاره دخپل عمر وخت نا وخته څه چابک شم
یو څو غټ ګامونه واخلم خو اجل مخې ته راشی


هیږ پیږ کښینم لاس تر زنې لکه روئ اسکیرلئ
مړي مړي او ښکي مي راتوي شي خپل عمل مخې ته راشی


سترګي ټپي کړم ویده شم ناببره را غوځار شم
چی خوب کړی خاوري به وخوري دا متل مخې ته راشی


داحساس پر دنیاګۍ می دکړکیچ پیڅول خپورشی
دروڼا لټون کړم پیل یو مشعل مخې ته راشی


یعنی دا چی دحالاتو قضیه غوټي ځان ته ورکړی
دعشاقو په کړنلاره کی یی حل مخې ته راشی


ولاړشم ننوزم او پټ شم په اومه خانقاکی
هلته هم راپسی زما دفطرت غل مخې ته راشی


خلګ وایي آی حقیاره پر هوار ه زمکه درومه
زه چی هسی بسم الله کړم لوی کوتل مخې ته راشی



کوټه