کور / سياسي / هغه آش هغه کاسه

هغه آش هغه کاسه

افریقاء ی الاصله تورپوستی ۴۷کلن اوباما په داسي حال کي دشاوخوا دوه ملیونوکسانو دچک چکوپه بدرګه په رسمي توګه سپیني ماڼۍ ته ننوت چې دجورج ډبلیوبوش په مشرۍ جمهوري غوښتونکو دولسمشرۍ دوې پرلپسې دورې پایته ورسیدې .

د ايلينوی ايالت ځوان سناتور او د ډيموکرات ګوند غړی باراک حسين اوباما (Barack Hussein Obama II) دامریکا ولسمشرۍ ته له ټاکل شويو ٢٧٠ رايو څخه ٣٤٩ رایوپه خپلولوسره چې له هغه سره دامریکادخلګودپراخ ملاتړڅرګندویي کوي ددې هیواد ۴۴ ولسمشرسو.

اوباما چې په امریکادننه یې دطبقاتي تساوی ، بشري خواخوږۍ اومثبت بدلون شعارله ځان سره ګرځاوه ځکه دامریکا اونړۍ په کچه دپراخ محبوبیت وړوګرځید چې د بوش حکومت ته یې دپای ټکی کښیښود ، هغه بوش چې  دامریکا ترټولوناخوښه ولسمشر، جګړه مار، ویني بهونکی ، غاصب اوچورونکی ګڼل کیږي.

بوش دخپل حکومت پرمهال پرعراق بریدوکړ، اوه نیم ملیون عراقيان يې مړه ، ټپی اوکډوال کړل ، په افغانستان اوسیمه کي یې دتروریزم سره دناانډولې ، نامناسبې اوناپایه مبارزې په نوم پراخه جګړه پیل کړه ، پرشمالي کوریا، ایران، سوریې اوفلسطیني حماس یې اقتصادی بندیزونه پراخ کړل اودمنځني ختیځ په کشاله کي یې دبشردښمنه اسرائیلومرستي ته ملاوتړل اوداټول هغه څه وچې په نړۍ کي یې امریکادیوه یرغلګر، بدمعاش اوتیري کوونکې هیوادپه توګه معرفي کړل.

دامریکاڅارګري ادارې اواستراتیژیستان په دی ښه پوهیږی چې دهیواد له منځته تللې ابرو اوعزت يې بیله دغه ډول یوسمبولیک بدلون څخه بیرته نسي اعاده کیدای اوله همدی امله دی چې اوباما دیوه مهربانه ، خواخوږي اوبشردوسته انسان په بڼه راڅرګندیږي اوپه نړۍ کی یوه هنګامه جوړوي .

دامریکاخلګ چې دبش له بهرنۍ تګلاري ترپوزي راغلي و اوباما دلاسونوپه پړکولو، اوبااوبا ناري وهلواودبدلون شعارپه زمزمه کولوسره بدرګه کړ، هغه اوباما چې لاتراوسه معلوم نه دی تربوش به شه کاروکړای سي اوکه نه ؟

دامریکاسرمایداره نظام چې په ټوله کي له درویوډولوستروکمپنیو(تسلیحاتي ، نفتي اوکالایی) څخه وده مومي ،خپل بهرنی سیاست داسي جوړوي چې په بهرنړۍ کي خپلودریوواړوکمپنیوته دګټی وټی زمینه برابره کړي، په دی ماناچې امریکامجبوره ده دوسلودپلور، نفتوترلاسه کولواوخپلوصنایعودخپرولولپاره دنړۍ چاروکي مداخله وکړي.

زه فکرکوم اوس مهال داوباما حکومت له څوستروننګونوسره مخ دی چې بایدپه وړاندي یې کلک مقاومت وکړي ، دمنځني ختیځ کشاله چې په دې وروستیوکي یې بیخي خونړۍ بڼه غوره کړي ، له روسيې سره په هواکي دتوغندويي دفاعي سیسټم درولو اوګرجستان اواوکراین پرسرشخړه، دافغانستان جګړه، اواقتصادی بحران.

منځنی ختیځ یوله هغوناسورونوڅخه دی چې ددویمي عمومي جګړي یاداسرائیلود فاشیستي نظام درامنځته کیدوله مهاله تراوسه همداسي پاته دی اواوامریکاپه دي ټول دوران کي داسرائیلوله اصلي ملاتړکونکوڅخه پاته سوي .

ځکه داهغه سیمه ده چې دنړۍ څلویښت په سلوکي نفت ورڅخه صادریږي اودتسلیحاتي اوکالایی کمپنیودبازارلپاره هم ترټولومناسب ځای دی .

دامریکاتسلیحاتي ، کالایي اونفتي کمپنۍ له کاله ملیارډونه ډالرله منځني ختیځ څخه په لاس راوړي اویوازي تیرکال امریکااوبرتانیې په دي سیمه کي ۱۵۰ملیارډډالروزیاته وسله پلورلې ده .

دې ته په پام سره چې دامریکاسرمایه داري نظام له همدې کمپنیوڅخه دمالیې په اخستلوپرپښوولاړدی ، شوني ده چې اوباما دي دخپلوکمپنیودغه پرانیستی بازاروتړې ؟

ایادنجات دافرشته به دمنځني ختیځ کشالې ته دپای ټکی کښیښولای سی ؟ داسرائیلوڅخه به له ملاتړ لاس واخستلای سي؟ اودبیګناه فلسطینانوویني به ودرولای سي ؟

په هیڅ شکل به هم اوبامایی امریکا داسرائیلوله ملاتړه لاس وانخلي او په هیڅ ډول به هم اوباما ونه کړای سي چې دمنځني ختیځ کشاله په سمه اومناسبه توګه حل کړي.

عراق چي په اړه یې اوباما لاله اوله دبدلې ستراتیژۍ خبره کول ، اودادی اوس یې دسرتیرودایستلولړۍ هم پیل کړې  بله هغه موضوع ده چې ترکاسې لاندي نیم کاسه لري .

دبش ترمشرۍ لاندي امریکا پرعراق دبیلوژیکي وسلودلرلوپه تورحمله وکړه ، اوه نیم ملیونه عراقیان يي مړه ، ټپي مهاجراوهغونه څوبرابره نوريي دربدره کړل ، دشیعه ، سوني اوکردي عراقیانوترمنځ یې جنجالونه لاپسي زیات کړه ، ویني یی وبهولي ، دابوغریب په زندان کي یې بشرضدجنایتونه وکړل اودادی لاهم ورڅخه ویني دارې وهي .

خواوس چې اوبامایی امریکاغواړي له دې هیواده خپل سرتیري وباسي په دې مانادي چې عراقیانوته یي سوله راوستل؟ امریکاغواړي جګړه اوتیری پایته ورسوي اوکه امریکانورخپلي موخي ته رسیدلې؟

حقیقت دادی چې امریکاپه عراق کي هغه څه ترلاسه کړي چې دې یې تمه لرل اونوراړتیانه ویني چې هلته دي پاته سي اوداهغه تګلاره ده چې که بوش هم په واک کي پاته سوای وای داکاریې کاوه.

له عراقه دامریکایی سرتیروایستل دستراتیژۍ تغیرنه بلکي په بل شکل دهغه سیاست دوام دی .

امریکااوس دعراق پرنفتوقبضه کړي ، هغه ۱۵زره ملیارډه ټنه نفت چې په دې هیوادکي سته ، دقرارداد له مخې تمه ده په ۲۵کلونوکي ددریوستروامریکایی کمپنیوله لوري وویستل سي اودادي اوس دورځي شپږعشاریه یوملیون بشکې استخراجیږی .

ددموکراسۍ ، پلورالیزم اومدني ټولني په نوم په تشوشعارونوسره امریکانسې کولای دخلګوسترګي له هغه چوراوتالان څخه پټې کړي چې په عراق کي یی کړی ، ترڅوکلونووروسته به دعراق له نفتوهغه ډکه سینه داسي خالي سي چې نه به بیاپه کرکوک کي څاڅکی تیل پیداکیږی اونه به هم په کوم بل ځای کي.

څه فکرکوئ ! اوبامابه وکولای سې دعراق په اړه دامریکادې سیاست ته بدلون ورکړي ؟ ایااوبامابه هغه ټول قراردادونه چې دعراقي نفتودایستلولپاره سوی لغوه کړای سي اوداچوراوتالان به بندکړي ؟؟؟

په اصل کي به اوباما داسرائیلو، فلسطین، عراق ، ایران اوخلیج په اړه همهاغه سیاست ته دوام ورکوی چی لاله وړاندي دبوش پرمهال جوړسوی و اویوازی به دڅوظاهري کارونوپه کولوسره دچنج خپله هغه وعده ریښتیني وښیی چې دکمپاین پرمهال يی ورکړې وه .

اوباما به هیڅ صورت هم دایران په اړه خپل سیاست بدل نه کړای سي هغه ایران چې دنړۍ دنفتودڅلورمي زخيرې په توګه یادیږی ، اوکه دې هیواد ایټومي قوت وموند نواوباما له دې پرته چې اسرائیل وهڅوي ایران تربیدلاندي ونیسي بله لاره نلري اوداهغه څه دي چې بوش لاله وړاندي غوره کړي و.

اوباما دبوش په څیراړدی چې روسیه په انزواکي وساتي ، دچین اوروسیې داړیکودنیژدی کیدومخه ونیسي اوپری نه ږدی چې روسیه په اسیا ، افریااولاتینه امریکاکي دوسلوپلورته دوام ورکړي.

اوباما به ونه زغمي چې روسیه پرهند، ایران ، سوریه ، اندونیزیا، وینزویلا، چین اوشمالي کوریاوسلي وپلوري اویایي تسلیحاتي کمپنۍ چي له پخوانه په ښه کیفیت مشهوري دي ښه بازارپیداکړي.

زموږپه منطقه کې هم ښایي داوباماپه راتګ سره دامریکاسیاست بدلون ونه کړي، دبوش حکومت تل هڅه کړي چې دالقاعده جنګیالي دمنځني ختیځ پرځای دې سیمي ته سوق کړي، پاکستان چې له ډیرپخواڅخه دانګلیس اوامریکاسره نیژدي اړیکي لري اوتل يي پرهغه اخورخوله وهلي دیوه ځانګړې پروتوکول له لاري القاعده جنګیالیوته  خپله غیږه خلاصه کړي اوزرګونه نړیوال اسلام پالي جنګیالي یې په وزیرستان اوقبایلي سیموکي پټ کړي دي.

  له ۲۰۰۱زکال راهیسي چې امریکاپه افغانستان کي نظامي حضورپیداکړی اوپاکستان په تروریزم ضدجګړه کي له امریکاسره لاس ورکړی ، امریکا۱۰ملیارډه ډالره دې هیوادته ورکړی دی اودبوش زیاته توجه پرپاکستان وه ، خواوماباهم دخپلی توجه دتمرکزنقطه پاکستان ټاکلی دی .

له اوباماسره په افغانستان کي دامریکادستراتیژۍ دبدلون خبره راپورته سوې، هغه چې زه ورته دستراتیژۍ بدلون نه بلکي دتکتیکونوبدلون وایم ، خوپه حقیقت کي په تیروڅه باندي اووکلونوکي له افغانستان سره دامریکاچلند ګټورنه واوامریکااړه ده چې په یولړظاهري بدلونونوسره افغانان نورپه تمه وساتي.

افغانستان دامریکادتوجه په سرکي ځای لري او اوباما به افغانستان ته د۳۱نوروسرتیروپه رااستولوسره په افغانستان کي خپلی جنګي تګلاري ته دوام ورکړي.

افغانستان ته دنویوسرتیرورالیږل دافغانستان لپاره نه بلکي په اسیاکي دامریکادموخواړتیاولپاره دي ، ددې سرتیروپه راتلوسره به جګړه لاپراخه سي، دامریکانظامي لګښتونه به زیات سي اودبیارغوني اوتولنیزومرستوکچه به ټیټه سي.

هغه بلاستونزي چې اوس ورسره افغانان لاس اوګریوان دی ښایي پرځای پاته سي ، نه به د۴ملیونوبیکاره افغانانودبیکارۍ کچه راټیټه سي ، نه به دهغو۸ملیونوچي دبی وزلۍ ترکچي ټیټ ژوندلري ژوندسم سي اونه به هم دهغویونیم ملیون افغانانوچې په مخدره توکوروږدی دي درملنه وسي بلکي لابه دمخدراتوکراوقاچاق پراخ سي .

یوازي به دونه وسي چې په افغانستان کي داداري فساد، بی کفایتۍ ، انارشیزم اوسیاسي ګډوډیو بدنامه کاسه دښاغلی کرزي پرسرورماته کړي اوپه دی توګه به دهغه پراخ مالي اوسیاسي فسادچې بهرنیوډونرانواودائتلاف ملګروهیوادونوپه افغانستان کي کړی  دپټیدوهڅه وسي.

پایله داچې سپیني ماڼۍ ته داوباما دوردننه کیدووروسته  بیاهم هغه مځکه ده اوهغه آسمان، هغه آش دی اوهغه کاسه ، هغه بیعدالتي اوهغه تیري اوظلمونه.

زه فکرکوم له اوباماسره تړلې ټولي هغه هیلي چې ګوندي په واقعي توګه به دنړۍ دانوی واکمن بشردوستانه فکروکړي، بشري ګټی به خوندي کړي ، ترخپلوشخصي ګټوبه تیرسي، دنړۍ دامن، ترقۍ اوبشریت لپاره به هڅه وکړي ، دبی وزلۍ اووروسته پاته والي په وړاندي به ودریږي اود۲۱تمي پيړۍ دادنیابه له روان کړکیچه وژغوري ، یوازي دسراب حیثیت ولري.

تبصره نسته

  1. محترم احمد ( فرزان ) وروره ډېره تحلیلی او معلوماتی لیکنه دې کړې ده . ټوله دې واقعیت بیان کړی دی . په رښتیا هم په امریکا کی افراد نه بلکی سیسټم حکمفرما دﺉ اوکه هر څوک او هر فرد ولسمشر کیږی تر څو چی د دې غلبېل څخه مؤفق را و نه وزی قطعأ نسی ولسمشر کېدای . هماغه « سیسټم » کامیابه کړی وی او د هماغه سیسټم رایه او غوښتني به کاملأ عملی کوی . باالکل علمی او واقعی تحلیل دې کړی دی . خدای دې خیر درکړی چی دغسی تریخ واقعیت دې په مېړانه سره شنلی او څېړلی دی .

  2. البته د امریکا سیسټم د ملایانو تر سیسټم یو ښه سیسټم دی