کور / تازه خبرونه / افغانستان له يوګانډا څخه لوبه وبايلل

افغانستان له يوګانډا څخه لوبه وبايلل

د افغانستان كركيټ ملي لوبډله چي د ارجنټاين هيواد ته د نړيوالو سياليو د دريم ډيوژن په په لوبو ګي د ګډون دپاره تللې ده، پرون يې خپله لومړۍ لوبه له يوګانډا هيواد څخه په خورا لږ (د ۱۶ منډو) په توپير وبايلل.
يوګانډا ټولټال ۲۱۷ او افغانستان ۲۰۱ منډي جوړي كړې.
څارونكي وايي افغان لوبغاړو له پيله كمزورې لوبه پيل كړه، خو رئيس احمدزي او سميع الله شينواري د خولو په تويولو تر ډېره ځايه د نورو لوبغاړو د كمزورۍ جبران وكړ.
د څارونكو په وينا له يوګانډا سره د افغان ټيم لوبه د فاينل په معنى وه، دا ځكه چي يوګانډا يوه پياوړې او تجربه كاره لوبډله لري، خو تر نورو لوبډلو افغانستان پياوړى ښكاري.
ټاكل سوې ده، چي افغانستان به نن له هانګ كانګ سره لوبه وكړي.
د يادوني وړ ده چي افغانستان د كركيټ په ډګر كي له ۲۰۰۳ كال راهيسي خورا ډېري لاسته راوړني لري، چي د څارونكو په وينا د وران ويجاړ افغانستانستان پر لوبغاړو دغه برياليتوبونه خورا ډېر دي، چي بايد افغان لوبغاړي وستايل سي.
افغانستان د كركيټ نړيوالو لوبو ته د لارموندلو په خاطر په پنځم او څلورم ډويژن كي لومړى مقام ګټلى دئ.