کور / تازه خبرونه / لغمانيان د ايتلافي ځواكونو پر ضد مظاهره كوي

لغمانيان د ايتلافي ځواكونو پر ضد مظاهره كوي


د لغمان ولايت په سلګونو كسان به نن د ايتلافي ځواكونو پر ضد يوه سوله ايزي مظاهره وكړي.
د لغمان اوسېدونكي وايي د دوى موخه د ايتلافي ځواكونو د هغو بمباريو غندل دي، چي دوې شپې مخكي يې د دغه ولايت په مهترلام ولسوالي كي پر ولسي خلګو كړي دي.
ځايي اوسېدونكي وايي په دې بمباريو كي وژل سوي كسان، ولسي خلګ دي، چي ښځي او ماشومان هم پكښي شامل دي، خو ايتلافي ځواكونه وايي دوى ۱۵ طالب جنګيالي په دې بمبار كي له منځه وړي دي.