کور / تازه خبرونه / تېز باد او باران ۱۵ كسه ووژل

تېز باد او باران ۱۵ كسه ووژل


په فرانسه او هسپانيه كي د تېز باد او باران له كبله ۱۵ كسه وژل سوي او ګڼ شمېر ټپيان سوي دي.
دغه بارانونه او بادونه د فرانسې په جنوبي سيمو كي اوري چي د چارواكو په وينا د خلګو روز مره ژوند يې له ستونزو سره مخ كړى دئ.
د باد له كبله په سيمه كي د برېښنا جريان قطع سوى دئ.
د هسپانيې د هوا د حالاتو اداره وايي د باد سرعت په يوه ساعت كي ۱۵۰ كيلومتره ته رسېدلئ دئ.
د دواړو هيوادونو چارواكي وايي باد او باران ځپلو سيمو ته يې د ژغورني عمله لېږلې ده، چي له خلګو سره د ژوند په لومړنيو چارو كي مرسته وكړي.