پښتونخوا: د ماین په چاودنه کښي ۲۶تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د لراوبر اداره | جنوري 26th, 2009


دسرحد ایالت په ډېره اسماعیل خان کي نن سهار دیوه ماین دچاودني له امله ۲۶کسانوته مرګ ژوبله ورواښتله  .

دسرحد ایالت داطلاعاتووزیرمیا افتخار حسین  ددې پیښي غندنه وکړه اوزیاته یې کړه چي دایوغیر انساني عمل ؤ. اوپه چاودنه کي یې دعاموخلګوترڅنګ دپولیسومرګ ژوبله هم تائیدکړه .

په ډېره اسماعیل خان کي ددولتي روغتون ډاکټرانووویل : تراوسه یې روغتون ته ۶مړي او۲۰ټپیان راوړي دي اودټپیانوحالت یې داندېښنې وړوباله  .

دپیښي پړه تردامهاله کومي ډلي ټپلي پرغاړه نده اخیستې .

Copyright Larawbar 2007-2024