برتانيه: زیات سرتېري مو د سړک د غاړي په ماینونو وژل کیږي

د لراوبر اداره | جنوري 26th, 2009


دبرتانیې دفاع وزیرجان هاټن خبر ورکړچي په افغانستان کي یې دځواکونوتلفات په سلو کي اویادسړک دغاړي دماینونوله امله دي .

دغه راز هاټن وویل : دوی غواړي  دداډول چاودنودمخنیوي  په موخه یولړ اقدامات پلي کړي چي په هغو کي به وافغانستان ته دنووتخنیکي اويوځي وسایلوترڅنګ  دتخنیکي چارو دانجنیرانواستول  هم شامل وي چي دبمونوپه شنډولوکي کارځني واخیستل سي .

خبرونه وایې چي په تېرودرومیاشتوکي دسړک دغاړي دماینونوله کبله ۱۲برتانوي عسکروژل سوي او۳۰تنه یې ټپیان سوي دي .

برتانیه دامهال په افغانستان کي نژدې ۸۵۰۰سرتېري لري چي زیاتره یې په هلمندولایت کي مېشت دي اوترهګرۍ ضدجګړې کي دنړیوالي ټلوالي دخورامهموغړوڅخه شمېرل کیږي .

Copyright Larawbar 2007-2024