دوو څرخكو د ټكر له امله څلور امريكايان مړه سول

34 | جنوري 26th, 2009



په عراق كي د ايتلافي ځواكونو د الوتكو د جنګېدو له امله څلور امريكايي پوځيان وژل سوي دي.
پېښه د عراق په شمالي سيمه كركوك كي د دوو څرخكو د ټكر له امله رامنځته سوې ده.
عراقي او امريكايي چارواكي وايي د پېښي علت تر اوسه معلوم نه دئ، خو په باره كي يې تحقيقات پيل سوي دي.
امريكا په عراق كي څه باندي يو سل پنځوس زره پوځيان لري، چي د عراق له حكومت سره د يوې معاهدې پر اساس تر ۲۰۱۱ كال پوري له دغه هيواده وزي.

Copyright Larawbar 2007-2024