کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دنړۍ د نامتو کسانو پخوانۍ دندې

دنړۍ د نامتو کسانو پخوانۍ دندې

ايا تر اوسه مو په دې اړه فکر کړى چې د نړۍ دې نامتو کسانو چې ټوله نړۍ يې پېژني او غالبا د نړۍ شتمن کسان دي خپل کار يې په کومې دندې پيل کړى


د نړۍ په ځينو نامتو کسانوکې يې ځينې داسې دندې لري چې له خپلې اوسنۍ دندې سره يې هېڅ تړاو نه لري ،ځينو يې بيا داسې چارې سرته رسولې چې موږ عادي کسان يې هم له خپل شان سره ښه نه گڼو .


مايکل ډيل (Mikel Dell) چې د کمپيوټر په نړۍ کې د تر ټولو نامتو شرکت (DELL) مشر دى  په لومړيو کې په يوه چينايي هوټل (خوړنځي) کې لوښي مينځونکى و چې د ښه کار کولو له امله ورته د هو ټل خاوند په يوه ساعت دوه نيم ډالره ورکول ، نوموړى په هوټل کې له دې کار کولوڅخه خوښ او د ژوند د ډېرو ښو شېبو په تو گه يې يادوي ،هوټل ته له هر راغلي مېلمه سره يې ډېر ښه چلند کاوه نو ځکه د هوټل مالک ښې روپۍ ورکولې.
اډولف هټلر:


هټلر به په کوچنيوالي کې هر وخت کليسا ته روان و او هيله يې لرله چې کشيش شي خو په ١٩٠٣ کې يې د پلار له مرګ وروسته د کليسا له مدرسې څخه وشړل شو ،بيا يې هنر ته مخه کړه ،خو د بدو او ستغو خبرو دکولو له امله دوه وارې د وين د هنرونو له اکاډمي څخه ويستل شو.


ځوان ،يوازې ،ستړي،او غمجن هټلربه شپې په يوه مېلمستون کې تېرولې او د مېلمستون د کرايې د ګټلو لپاره يې انځورګري کوله خو که چېرې لومړۍ نړيواله جګړه نه وه پيل شوې کېداى شي نوموړى يو ماتې خوړلى انځورګر واى خو د لومړۍ نړيوال جنګ په پيل کېدو هټلر هم قلم وغورځاوه او وسله يې په غاړه کړه د جرمني په لښکرو کې سرتېرى شو ،جنګ خورا خوند ورکاوه چې د نړيوالې جګړې له پاى ته رسېدلو يې يو څو کاله وروسته بيا زړه غوښتل چې يو غټ جنګ جوړ کړي خو دا ارمان يې په دويم نړيوال جنګ کې پوره شو.


فيډل کاسټرو:


خلک وايي چې د کيوبا رهبر فيډل کاسټرو د بيسبال لوبغاړى و او د امريکا د ليګ د يوې نامتو لوبډلې لپاره لوبېده،خو دا خبره سمه نه ده رښتيا داده چې کاسټرو يوازې د پوهنتون په پېر کې هغه هم په ډېر ساده ډول بېسبال کاوه ،نوموړى په ١٩٤٦ زېږدي کال د هاوانا د حقوقي پوهنتون غونډوسکى اچونکى و چې په هغه کې يې هم چندان خونده نه وه .
بينټو موسوليني:


بينټو موسوليني د ايټاليا فاشيسټ رهبر د يوې ورځپاڼې لپاره کار کاوه او پرلپسې داستان يې دې ورځپاڼې ته ليکه ، دده يو داستان  (دکاردينال معشوقه)دى چې د اوولسمې پېړۍ د يو کاردينال او د هغه د معشوقې غمګين داستان دى په يادولو ارزي .


بېل ګېټس:


بېل ګېټس چې د نړۍ تر ټولو شتمن کس دى او دا څو کاله د نړۍ د تر ټولو شتمن سړي وياړ گټي ،ويل کېږي چې که له نوموړي څخه  زر ډالر په ځمکه وغورځي نوموړى چې دا روپۍله ځمکې څخه را اخلي په همدومره وخت کې دده شرکتونه له دې څخه ډېرې روپۍ ګټي.نوموړى ډېر خيريه کارونه هم کوي ، د ژوند په لومړيو کې د امريکا د کانگرس په ماڼۍ کې خدمتګار و.
هريسن فورډ:


هريسن فورډ د فورډ د موټر جوړولو شرکت رييس د ژوند په لومړيو کې ترکاڼ وه او ترکاڼي به يې کوله نوموړي له دې کار سره ډېره لېوالتيا لرله او د رياست په وخت کې هم چې کله وخت پېداکړي ترکاڼي کوي.


راډستوراټ:


راډستوراټ چې نامتو انگرېز سندرغاړى دى او په ټوله نړۍ کې مشهوردى ،نوموړى د لندن په شمال کې د هايي گېټ په سيمه کې نړۍ ته راغلى پلار او مور يې د ورځپاڼو د خرڅولو پلورنځى درلود يو څه وخت نوموړي د سلتيک او برنټ فورډ په لوبغالو کې کار کاوه ، وروسته ګورکښ (قبرکيندونکى )شو په شپېتمه لسيزه کې له (ويزجونز)فولکوريک سندرغاړي سره اشنا شو  او موسيقي ته يې مخه کړه اروپا ته به يې سفر کاوه او د سرکونو په غاړه به يې اوازونه ويل او پيسې به يې لاس ته راوړې يو وار د کوڅه ډبۍ په تور له اسپانيا څخه شړل شوى هم و.


پول پوت:


پول پوټ چې د کمبوډيا اوسيدونکى و مخکې له دې چې نړيوال جنګي مجرم په توګه معرفي شي (سالوټ سار)نومېده ،په ځواني کې يې ترکاڼي، بيا د راډيو جوړولو د مستري توب  کورس ووايه ،بالاخره يو ښوونکى شو ،نوموړى د کمبوديا د پلازمينې پنوم پن په يوه شخصي ښوونځي کې درس ورکاوه ،خو د کمونسټي افکارو په درلودلو له ښوونځي ويستل شو ، له دۍ وروسته يې خپل نوم په ((پول پوټ)) واړوه او د کمبوډيا د کمونسټ گوند فدايي غړى شو ،کلونه وروسته د کمبوډيا د سره پوځ قوماندان شو او په خپله څلور کلنه واکمني کې يې د کمبوډيا يو ميليون وګړي ووژل.


جنيفر لوپز:


جنيفرلوپز ،کلونه مخکې له دې چې سندرغاړى شي او بيا په نړۍ کې وځلېږي ساده او زړې جامې به يې اغوستې وې او د عدليې په وزارت کې قضايي مشاور و .


ډمي مور:


چې له کلونه ،کلونه انتظار وروسته يې هم مينه وال لاسليک نشي اخستلاى ، يووخت د کرايي لوښو په دوکان کې مزدور و.


ګارټ بروکس:


ګارټ بروکس چې په موسيقي کې يې نړيوال ريکارډ ټينگ کړي او پخواني ټول ريکارډونه مات کړي څو مياشتي مخکې له ريکارډ جوړولوڅخه يې د موزو( اوږدو بوټونو)د خرڅولو پلورنځى درلود.


ډن براون:


ډن براون چې د نړۍ نامتو ليکوال دى او (د داوينچي رمز)په نامه رومان يې په فلمونوسربېره د نړۍ ډېرو ژبو ته ژباړل شوى مخکې له دې  په يوه منځني ښوونځي کې ښوونکى و.
ټامي هيل فايګر:


ټامي هيل فايګر چې د ښو جامو په ډيزاين کې نړيوال شهرت لري او د هاليوډ زياتره فلمي لوبغاړي دده له خوا طرحه شوې جامې اغوندي مخکې له دې څخه دده ډيزاين شوې جامې هيچا هم نه خرڅولې هر دوکان دار ته به يې چې وروړې نو دده  د جامو له خرڅولو څخه به يې انکار کاوه ، نودى هم راپاڅېد او دسرک په غاړه يې  په يوه پلي لارکې خپلې جامې خرڅولې.
 


سټيفن کېنگ:


د نړۍ نامتو ليکوال سټيفن کېنگ چې  اثار يې د نړۍ په سطحه ډېرمينه وال لري ،ديوه ښوونځي چپړاسي و،او د ښوونځي حمامونه به يې پاکول.
ليکنه: نوراحمد(عايل) پکتيا ولايت