کور / راپور / پكتيا – سږ كال له دري سوه ميليونه ډالرو زياتي پيسي لګيدلي

پكتيا – سږ كال له دري سوه ميليونه ډالرو زياتي پيسي لګيدلي

د پرس كنفرانس  جزئيات :


نن دوشنبه د سلواغي اوومه پكتيا والي يوه ستره خبري غونډه رابللي وه ، په دي خبري غونډه كي د ملي شورا استازو ، ولسوالانو ، دولتي او غير دولتي ريسانو ، د LGCD/DAI استازي ، علماوو ، قومي مشرانو او خبريالانو برخه اخيستي وه .



خبري ناستي ته سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد د يو كال لاس ته راوړني بيان كړي خو دا پروژي  يي كافي و نه بللي


پكتيا والي جمعه خان همدرد وويل : په تير يوه كال كې د پكتياولايت په دفتري نظام كي په زړه پوري بدلونونه رامنځته شوي دي ، د ولايت اواړوندو رياستونو د فتري لوازم نوي شوي ، د كاري ظرفيتونود لوړولولپاره پرله پسې كارونه روان دي ، زياتره دفتري چارې دكمپيوټرپه وسيله سرته رسيږي ، چي داد امريكا د خلكوپر مختايي ادارې په مالي لګـښت د(D.A.I) دموسسي ستره كارنامه بللي شوو ، اوهيله لرم چي په راتلونكي كې دغه چارې نورې هم ګړندۍ اوپراخې شي ، ترڅود دولت او ولس په نږدې والي كې نورهم اغيزمن رول ولوبوي .



همدرد زياته كړه : مونږ سږنۍ كال د معارف ، روغتيا، ټولګټوچارو، كرنې اومالداري ، د كلوپراختيا په چارو، ټولنيزوچارو، امنيتې سكتوراوحكومت دارۍ په چاروكې په زړه پوري لاس ته راوړنې لرو


ده وويل : سږ كال مود پكتيا ولايت كې په مجموعي ډول پر۵۳۷ بيلابيلو پروژو كاركړى ،چي مجموعي مالي لګښت يې د افغانيو په حساب ۲۰۲۱۰۲۹۸۶۲۸ ) شل ميليارده دوسوه لس ميليونه دوه سوه اته نوي زره شپږسوه نهه ويشت افغانۍ كيږي .



چي دډالروپه حساب۳۸۸۶۵۹۵۸۹درې سوه اته اتيا ميليونه شپږ سوه نهه پنځوس زره پنځه سوه نهه اتياډالروسره برابرې دي .


چي په يادوشويو پروژو كې يې (۷۷) اوه  اويا پروژې سرته رسيدلې اوپه نورو پروژو چټك كارروان و، چي د ژمې د يخنۍ له امله يې كارټكنۍ شو.



جمعه خان همدرد وويل : ديادوشويوپروژو لنډ تفصيل په دې ډول دى .


معارف : سږ كال مودښوونې اوروزنې په برخه كې۱۲۰ پروژې لرلې چې په دې كې ښوونځي ، ديني مدارس، د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ ،د معارف د رياست ودانۍ اونور ې شاملې دي .
په يادوشويوپروژوكې (۱۴) په مكمل ډول سرته رسيدلي ، (۶۷) يې تركارلاندي دي اوپه نوروپاتي پروژو به يې كه خداي(ج) كول په راتلونكي كال كې لاس پوري كوؤ، د سرته رسيدلواوتركارلاندي پروژو مجموعي لګښت ۸۸۰۱۱۹۸ اته ميليونه اته سوه زر يو سل اته نوي ډالره دى .



ټولګټې چارې او طبيعي منابع : په دي سكتوركې موسږ كال (۴۳) پروژې لرلې ، چې په دې كې لوى اوواړه سركونه ، پلونه ، داوبوزيرمې اوبندونه اونورشامل دي ، چي (۱۹) نولس پروژې يې سرته رسيدلي اوپاتې (۲۴) څلورويشت پروژې يې عملاً تركارلاندې دي ، ددې ټولوپروژومالي لګښت ۲۸۳۴۲۱۱۹۵دوسوه دري اتيا مليونه يوسل اوپنځه نوي ډالره كيږي .
  پكتيا والي زياته كړه :  سږكال او په رانلونكي كال كې به كه خداى(ج) كول د (۲۷۹) كيلو مترو په اندازه سركونه په پاخه او اساسي ډول جوړېږي، چې ټوټل مالي لګښت  به يې (۲۰۲۱۹۵۶۲۸  ) دوه سوه دوه ميليونه يو سل پنځه نوي شپږ سوه اته ويشت ډالره كېږي، چې په دې كې د خوست- ګردېز سرك، له څمكنيو نه د پاكستان تر پولې پورې سرك، د ګردېز- غزني سرك، له ګردېز نه تر احمد آباپورې سرك، د مارانو له چينې نه ترمهلنه پورې سرك، د ګردېز دښار سركونه اوله ګردېز نه تر علمګۍ پورې سركونه شامل دي.


په پورته يادوشويوپروژوكې دمچلغودبريښنا بند او له كابل نه ګرديزته دبريښنا د راوستلوپروژې هم شاملې دي ، چې پيسې يې منظورې شوي اوكاربه پرې كه خداى (ج) كول په راتلونكي كال كې پيل شي .


روغتيا اوخواړه : دصحت په برخه كي موټولې(۲۲) پروژې لرلې ، چي په دې كې روغتونونه ، صحي كلنيكونه ، روغتيايي مركزونه ، د قابله ګۍ كورسونه اودنارغانوله پاره خوراكي توكي شامل دي ، په پورته (۲۲) پروژوكې (۵) سرته رسيدلي اونورې يې تركارلاندې دي ، ددغوپروژولګښت (۹۰۲۹۳۲۳) نهه ميليونه ، نهه ويشت زره اودرې سوه درويشت ډالره كيږي .
د كليو پراختيا اوكرنې چارې : سږكال مو په دې برخه كې ټولې ۴۵۱پروژې لرلې چې په دې كې    ۳۵۹پروژې د ملي پيوستون د پروګرام پورې اړوندې وې چې تر اوسه د دغه پروګرام د تطبيق له پاره   ۱۱۱۱۶۸۶۳يوولس ميليونه يو سلو شپاړس زره اته سوه دري شپېته ډالره د خلكو په واك كې وركړل شوي دي ، ددې ټولوپروژومالي لګښت (۸۴۴۴۹۵۳۰) درې ميليونه ، درې سوه شپږشپيته زره اودرې سوه نهه اتياډالره كيږي .
ټولنيزې چارې : په دې برخه كې موټولې (۱۴) پروژې لرلې چې (۵) يې سرته رسيدلي اوپه نورويې كارروان دى ، ددې ټولو پروژو مالي لګښت (۱۱۳۸۷۰۱) يوميليون ، يوسلواته ديرش زره اواوه سوه يوډالره كيږي .
دامنيت سكتور : سږكال موپه دې برخه كي ټولي (۹) پروژې لرلې چې په  دې كې (۲) پروژې يې سرته رسيدلې اوپر(۷) پروژويې كار روان دى ، چې په دې كې زيا تره دولسواليواداري ودانۍ شاملې دي ، ددې ټولوپروژومالي لګښت (۱۲۹۷۴۴۲) يوميليون ، دوه سوه اوه نوي زره اوڅلورسوه دوه څلويښت ډالره كيږي .
حكومت داري : په  دي برخه كي ټولي (۹) پروژې عملي شوي چي ټولي يې سرته رسيدلې دي ، ددې ټولوپروژومالي لګښت (۵۲۲۱۹۹) پنځه سوه دوه ويشت زره اويوسلونهه نوي ډالره كيږي .
ښاغلودوستانو! مونږ سږ كال د پكتيا د غيورو قومونواود امنيتي ادارو ملي اردو، پوليسو ،ملي امنيت او ايساف د قواود هم آهنګۍ په بركت سره توانيدلې يو،چې د ښه امنيت په لرلوسره په ټوله پكتيا كې په متوازن ډول د بيا رغوني چارې پرمخ بوزو.



همداسې كه خداى (ج) كول په راتلونكي كال كي به هم د خپلو ولسونود يووالي اوامنيتي ادارو د همغږۍ په بركت د پكتيا پرمختيايې وضعيت بدل كړو.


د بيلګې په توګه يواځې د پخواواساسې سركونود جوړولو لپاره به كه خداي (ج) كول ټولي ولسوالۍ سره ونښلوو، چې په دې برخه كې يواځې د(P.R.T ) ادارې د څه د پاسه ، (۷۷) اوه اويا ميليونه ډالرو د مرستې ژمنه كړې ده اوهم به كه خداي (ج) كول په راتلونكې كال كي دخوست ـــــ ګرديزلويه لارچي دپكتيا د قومونو پخوانى آرمان دى په پاخه اواساسي ډول جوړه اوسرته ورسيږي .


د يادوني وړ ده چي دا كنفرانس په داسي حال كي تر سره كيږي چي دوه ورځي وړاندي د يو كال په اوږدو كي په لمړي ځل پكتيا كي ځانمرګۍ بريد تر سره شو ، چي په ترڅ كي يي يو تن مړ او اته تنه ملكي وګړي ټپيان شول .