کور / تازه خبرونه / ظاهر بابري: د افغان تلوېزونو خپروني بيرته پيل سوې

ظاهر بابري: د افغان تلوېزونو خپروني بيرته پيل سوې

په پښتونخوا ايالت كي د افغان قونسلګرۍ فرهنګي مسئول ظاهر بابري وايي په پاكستان كي د افغاني تلوېزونونو، آريانا، طلوع او لمر خپروني بيرته شروع سوي دي.
نوموړي د آزادۍ له راډيو سره په يوه مركه كي وويل چي د دوى له خوا د پښتونخوا ايالت د اطلاعاتو له وزير سره تر يو لړ خبرو وروسته، بيرته افغان تلوېزونونو ته د فعاليت اجازه وركړل سوې ده.
پاكستان تېره اونۍ په دغه هيواد كي د افغانستان پر تلوېزوني خپرونو په دې موخه بنديز ولګاوه، چي دغه تلوېزوني چينلونو دي په كراچي د مطبوعاتي فعاليت جواز ترلاسه كړي.
خو كارپوهان وايي پاكستان د افغان تلوېزونونو ځيني سياسي خپروني د خپل هيواد په وړاندي خطر ګڼي او د زغملو حوصله يې نه لري، ځكه يې دغه خپروني بندي كړې.