کور / تازه خبرونه / عراق: امريكايي پوځيان تر تړون دمخه وزي

عراق: امريكايي پوځيان تر تړون دمخه وزي


د عراق صدراعظم نوري المالكي وايي د امريكا نوى ولسمشر غواړي له دغه هيواد څخه خپل پوځيان تر ترسره سوي تړون دمخه وباسي.
د ډبليو بوش د واكمنۍ په وروستيو مياشتو كي د عراق پارلمان او امريكايي حكومت د يوه تړون پر اساس پرېكړه وكړه، چي له دغه هيواد څخه به ټول امريكايي پوځيان تر ۲۰۱۱ كال پوري د درو كالو په اوږدو كي وزي.
خو د عراق صدراعظم وايي باراك اوباما غواړي خپل ټول پوځيان د ۱۶ مياشتو په اوږدو كي له عراق څخه وباسي.
عراق په ۲۰۰۳ كال د صدام حسين د واكمنۍ پر مهال تر امريكايي يرغل لاندي راغئ، صدام حسين له واكه ګوښه او وروسته بندي او بيا په اعدام محكوم سو.