کور / تازه خبرونه / القاعدې المان ته نوى ګواښ وكړ

القاعدې المان ته نوى ګواښ وكړ


د القاعده شبكې له خوا د انټرنيټ په كارېدونكي سايټ كي په افغانستان كي مېشتو جرمني پوځيانو ته د بريدونو خبردارى وركړل سوى دئ.
د المان د يو ټلوېزوني چينل د خبر پر اساس په يوه ويډيويي پيغام كي د جرمني له حكومت څخه غوښتنه سوې، چي له افغانستان څخه خپل ټول پوځيان وباسي.
راپورونه وايي دغه پيغام په القاعده شبكې پوري اړوند د اسلامي جهاد په نوم د ازبكانو يوې ډلي خپور كړى دئ.
په دې ويډيويي پيغام كي شپږ نقاب پوښه وسله وال ليدل كېږي، چي وايي كه جرمنيان له افغانستان څخه پښې سپكي نكړي، دوى به يې په نښه كړي.
په پيغام كي د ايتلافي ځواكونو نورو پوځيانو ته هم ګواښونه سوي، چي له افغانستان څخه ووزي.
جرمني مقاماتو تر اوسه د دې پيغام په باب رسمي غبرګون نه دئ ښودلئ، خو وايي په باب يې څېړني پيل سوي دي.
المان په افغانستان كي ۳۳۰۰ پوځيان لري، چي ډېر يې په شمالي ولايت  كندز كي د ناټو تر مشرۍ لاندي په ماموريت بوخت دي.
د جرمني هيواد عسكرو ته تر دې مخكي هم دغسي ګواښونه سوي دي او په وروستيو مياشتو كي د دغه هيواد د سفارت كاركوونكي ده واره په كابل كي تر بريد لاندي نيول سوي دي.