کور / تازه خبرونه / د وژل سوو ملكيانو له كورنيو سره مرسته وسوه

د وژل سوو ملكيانو له كورنيو سره مرسته وسوه


امريكايي پوځيانو د هغو ۱۵ ملكي كسانو له كورنيو سره نقده مرسته وكړه، چي تېره اونۍ په خوست ولايت كي د عملياتو پر مهال وژل سوي وو.
ايتلافي ځواكونو ادعا كول چي په عملياتو كي يې د طالبانو سيمه ايز قومندان ملاپتنګ او د هغه ګڼ شمېر ملګري وژلي دي، خو وروسته څېړنو وښودل چي له ۱۹ وژل سوو كسانو څخه ۱۵ كسه ولسي خلګ دي.
د راپور له مخي د هر وژل سوي كس پر سر ۲۵۰۰ ډالره او د ټپي پر سر ۵۰۰ ډالره مرسته د دغو كورنيو سره مرسته وسوه.
بلي خواته د امريكا د دفاع وزير رابرټ ګېټس وايي كه په دغه هيواد كي د عملياتو پر مهال د ملكي تلفاتو مخنيوى ونسي، افغان ماموريت به نور هم سخت سي.