کور / تازه خبرونه / مالي بحران امريكايان تر خودكشۍ ورسول

مالي بحران امريكايان تر خودكشۍ ورسول

 


د امريكا په لاس انجلس ايالت كي يوه كس خپله ښځه، ماشومان او وروسته خپل ځان وژلى دئ.


پوليس وايي د ايروين لوپ په نوم دغه كس له خپلي ښځي سره په يوه روغتون كي ملازمت كاوه، چي يوه اونۍ دمخه دى او ښځه له كاره و ايستل سول، چي اول يې خپله ښځه او ماشومان او وروسته يې خپل ځان هم وژلى دئ.


پوليسو د نوموړي د وژني علت د هغه مفلسي او له كار څخه يې د ايستلو علت  يې په امريكا كي مالي بحران په ګوته كړى دئ، چي له څو مياشتو راهيسي يې يوازي په امريكا كي د شلو مليونو په شاوخوا كي كسان بېكاره كړي دي.


د خبر له مخي د ايروين لوپ د ماشومانو شمېر څلور په ګوته سوى، چي وايي يو يې تى خوره وو.