کور / تازه خبرونه / طالبان: د ګوانتانامو تړل مثبت ګام دئ، خو!

طالبان: د ګوانتانامو تړل مثبت ګام دئ، خو!

لوېديځو مطبوعاتو د افغان طالبانو په حواله خبر وركړئ، چي د امريكا هغي پرېكړي ته يې هركلى ويلى چي له مخي به يې په يوه كال كي د ګوانتانامو زندان تړل كېږي.
طالبان وايي دا پر خپل ځاى يو مثبت ګام دئ، خو د شخړي حل په هيڅ صورت نسي ګڼل كېداى.
طالبان وايي كه باراك اوباما غواړي د افغانستان شخړه حل سي، نه يوازي بايد نوي عسكر افغانستان ته ونه لېږي، بلكي پخواني دي هم وباسي.
د متحده ايالاتو نوى ولسمشر باراك اوباما د خپلي واكمنۍ په لومړۍ اونۍ د ګوانتانامو د هغه زندان د تړلو حكم كړى، چي په ۲۰۰۱ كال پر افغانستان د امريكا له يرغل څخه وروسته خلاص سوى وو. او په سوونو افغان، پاكستاني، عرب او چينايي او د لوېديځو هيوادو ځيني كسان پكښي بنديان دي.