کور / راپور / د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۳۳ مې اوونیزې غونډې رپوټ

د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ۳۳ مې اوونیزې غونډې رپوټ

د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر دری دېرشمه اوونیزه غونډه د ۱۳۸۷ کال د سلواغې په شپږمه د استقلال لېسې په تالار کې د ګڼو ښځو په ګډون جوړه شوه.


دا غونډه د الینا راسي په مشرۍ راحلې نوري چلوله او مشر مېلمه یې شاعر او لیکوال محمد صابر بې ریا وو.
د غونډې په سر کې لومړی آغلې الینا راسي ته چې نوې د حج له سفره را ستنه شوې وه د حج مبارکي وویل شوه او دعا وشوه بیا خاطرې اسحاقزۍ د تېرې غونډې بشپړ رپوټ ولوست چې د غونډې د ګڼو ګډونوالو لخوا وستایل شو، طوبا ندا  رپوټ وستایه خو زیاته یې کړه چې په تېره غونډه کې دوه ورونه چې له هرات څخه راغلي وو باید د رپوټ په سر کې یې یادونه شوې وای، بل دا چې په تېره غونډه کې حمیرا کاوون د خپلې خور سارا کاوون شعرونه چې شل کاله مخکې وفات شوې ولوستل چې په رپوټ کې یې یادونه نه وه شوې، دغه راز طوبا ندا زیاته کړه چې که د رپوټ په پای کې د غونډې  د ټولو ګډون کوونکو په ځای یوازې د نویو راغلیو خویندو نومونه ولیکل شي بهتره به وي خو د هغې دغه وړاندیز د ځینو خویندو لخوا ونه منل شو وویل شول چې د امکان تر حده باید د راغلیو ټولو خویندو نومونه په رپوټ کې یاد شي.


د غونډې په دوهمه برخه کې د بهیر په کاري مسایلو خبرې وشوې. پدې برخه کې لومړی طوبا ندا وویل چې د بي بي سي وېبپاڼه د ژورنالیزم په برخه کې روزنیز مواد چې ورسره غږیز کلپونه هم وي خپروي نوموړې وړاندیز وکړ که د بهیر ځینې غړي همهغه روزنیز مواد هره اوونۍ راټول او د بهیر نورو غړیو ته د پریزینتېشن په توګه وړاندې کړي ډېرو ته به ګټور وي او نوي څه به ترې زده کړي چې د طوبا ندا دغه وړاندیز ښه او پر ځای وبلل شو  خو د دغو موادو د راټولولو لپاره کسان ونه ټاکل شول بلکې دا ښه وګڼل شوه چې په نوبتي ډول د بهیر غړې مواد راټول او وړاندې یې کړي .
لدې وروسته د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د سایټ (http://www.mirmanbaheer.org اړه خبرې وشوې وویل شول چې که څه هم تراوسه په سایټ کې پوره مواد نشته خو باید دا اوونۍ اعلان شي.
بیا د بهیر لخوا د یوې لویې کلنۍ غونډې په جوړېدو چې تر ډېره به ازاده او تفریحي بڼه ولري خبرې وشوې چې چېرې، څنګه او په کوم نامه جوړه شي د دغې غونډې د جوړېدو د کارونو د تنظیم لپاره یو کمیسیون وټاکل شو چې غړې یې پدې ډول دي خاطره اسحاقزۍ، اریانا حقپال ،طوبا ندا ، برېښنا صافۍ ، سوله نیازۍ ، لینا شریفي،او  الینا راسي.  راحلې نوري پوښتنه وکړه چې ایا دغه غونډه به ولایتي څانګې هم جوړوي که نه؟  برېښنا وویل چې په ولایتونو کې به د غونډې جوړول ستونزمن وي خو باید هڅه وشي چې غونډې ته له ولایتونو هم ښځې راوغوښتل شي.


دغه راز پدې غونډه کې د برشور په اړه چې متن یې لینا شریفي لیکلی هم خبرې وشوې
خاطرې اسحاقزۍ وویل چې په برشور کې باید د بهیر د دوو غړو د ټیلفون شمېرې هم وي چې دل افروز ځیرک او طوبا ندا په خپله خوښه حاضرې شوې چې په بروشور کې یې د تلفون شمېرې ولیکل شي.طوبا ندا وویل چې تر لویې غونډې باید حتماً بروشور چاپ او وویشل شي.
د کره کتنې په برخه کې د اریانا حقپال مقاله چې د ( ښځې اوس هم مظلومې دي ) تر عنوان لاندې لیکل شوې وه ولوستل شوه او له ډېرو اړخونو خویندو وستایله.
الینا راسي وویل چې دا مقاله په لوړه کچه لیکل شوې  چې نه یوازې یې د افغانو بلکې د ټولې نړۍ د ښځو وضعیت پکې رانغښتی دی.


طوبا ندا مقاله ښه وبلله خو ویې ویل چې اریانا حقپال د یوه کتاب موضوعات په مقاله کې راټول کړي مثلا د جاهلیت په دوران کې د ښځو د وضعیت یادونه د اوسنیو مسلمانو او غیر مسلمانو  ښځو د وضعیت یادونه. ندا زیاته کړه: هغه څه چې موږ یې د خپلو دیني او کلتوري ارزښتونو له مخې بد ګڼو او د ښځو پر حقونو تېری ، د غربي نړۍ د کلتور او قوانینو له مخې د ښځو انساني حقوق دي. هغې زیاته کړه چې دا مقاله به ډېره کامیابه هغه وخت وای چې یوازې د افغانو یا مسلمانو ښځو په وضعیت لیکل شوې وای او یوازې په یوې موضوع فوکس شوی وای.
الینا راسي وویل چې دا یوه جامع مقاله ده که لیکوال دومره توان ولري چې د یوه کتاب موضوعات په مقاله کې راغونډ او تحلیل کړي دا خو ښه خبر ده او د لیکوال توان ښیي.
لینا شریفي وویل چې په مقاله کې یو ځای ویل شوي چې ( په نړۍ کې ځینو ښځو ته د مشرۍ مقامونه ورکړل شوي دي) چې دغه جمله به په دې بڼه سمه نه وي ځکه په نړۍ کې ښځو ته د مشرۍ مقامونه ورکړل شوي ندي بلکې دوی په خپله وړتیا تر لاسه کړي دي.دغه راز هغې وویل چې موږ نشو کولای پدې اعتراض وکړو چې ولې نړۍ کې  یو شمېر ښځې د فلم په پرده ظاهرېږي یا په ځينو نورو هغو برخو کې فعالیت کوي چې زموږ د ټولنې له سمو او ښایي ناسمو انګېرونو سره په ټکر کې دي، ځکه  دا د هر انسان طبیعي حق دی چې خپله د خپل ژوند لار وټاکي په خپله خوښه کار، مسلک او هنر غوره کړي او دغه څه د نړۍ د اکثرو هېوادونو قوانینو منلي او د انسان د  طبعي حق په توګه که هغه نارینه دی که ښځه خوندي کړی دی.لینا شریفي د طوبا ندا د خبرې په تایید زیاته کړه چې په ډېرو موضوعاتو ولاړه یوه مقاله وه چې که لیکوالې یوه موضوع را اخیستي وای لس نورې مقالې یې هم د همدې مقالې پر موضوعاتو لیکلای شوای.


خاطرې اسحاقزۍ هم وویل چې موږ نشو کولای د اسلامي ټولنې ارزښتونه له غربي ټولنې سره پرتله کړو او د هغوی په ارزښتونو نیوکه وکړو.
ماریا صدیقي وویل چې د اریانا حقپال په څیر خویندو ویاړم چې د فکر خاوندې دي پر ټولنیزو ستونزو غور کوي او مقالې لیکي . سپوږمۍ نوري وویل چې په مقاله کې فورم او موضوع دواړه ډېر مهم وي دا مقاله ډېره ښه پیل شوې وه، اوج ته رسېدلې وه او ښه ختمه شوې وه چې دا خپله د یوه لیکوال لوی کار دی، د مقالې نثر خوږ وو جملې لنډې چې د ښې لیکنې ځانګړنې دي، یوازې ځینې ځای کلمې که بدلې شي ښه به وي لکه د باله شي پر ځای بلل کېږي، د موضوع د فوکس په اړه د نورو خویندو خبرې تاییدوم هر څومره چې موضوع راټوله وي په همغه اندازه کېدی شي ستونزه او حل لاره ښه روښانه شي.
اریانا حقپال د بهیروالو د خبرو له اورېدو وروسته وویل چې ما پدې مقاله کې دوه دورې مقایسه کړي چې که تاسو هغه وخت ته جاهلیت وایۍ نو دا هم جهالت دی. بل دا چې زه د یو ازادې لیکوال په توګه دا حق لرم چې په یوه یا څو موضوعګانو مقاله ولیکم یا بله لیکنه وکړم.


د غونډې مېلمه محمد صابر بې ریا وویل چې دا یوه نړیواله مقاله ده او د ښځو نړیوالې ستونزې یې پکې را اخیستي، هغه زیاته کړه چې اوس وخت انسانان دومره مصروف دي چې نشي کوی کتابونه یا اوږده مضامین ولولي نو دا ډېره ښه ده چې د کتابونو خبرې په یوه مقاله کې را لنډې شي او لوستونکي ته وړاندې شي
د غونډې درییمه برخه مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې خاطرې اسحاقزۍ د یوه اردو شعر په ژباړه پیل کړه. ورپسې طوبا ندا. سپوږمۍ نوري ، ښکلا ،سولې نیازۍ، برېښنا، محمد صابربې ریا او ځینو نورو بهیروالو شعرونه ولوستل.
پدې غونډه کې چې راحلې نوري ، الینا راسي ، ماریا صدیقي ، خاطرې اسحاقزۍ، طوبا ندا، لینا شریفي، اریانا حقپال، رڼا، ښکلا، برېښنا، سپوږمۍ نوري،سولې نیازۍ الهې رحیم او ګڼو نورو ښځو ګډون کړی وو، د مېرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د محمد صابر بې ریا د دوو شعري ټولګو او سپیدې او (مرڅله) مجلو د ځینو ګڼوپه وېشلو او د بهېر د لا نورو لاس ته راوړنو په هیله پای ته ورسېده.
یاده دې وي چې د مېرمن کلتوري ټولنیز بهیر غونډې هره شنبه له یوې نیمې تر څلورو بجو د استقلال لېسې په تالار کې جوړېږي.