کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / علیشاه پکتیاوال دبريتانیاوي فاینانشیل ټایمز په منګولو کښي

علیشاه پکتیاوال دبريتانیاوي فاینانشیل ټایمز په منګولو کښي


دسړې جګړې له پای ته رسیدو راپدیخواپوځي شخصي کمپنیو (Private Military Companies)اوشخصي امنیتي کمپنیو (Private Security Companies) دنړۍ  په اوس مهالي سوداګریز سکتور ، دفاعي ،پرمختیايي، امنیتي اونوروبرخو کې دپام وړ رول لوبولی اولوبوي یي  مګر په افغانستان کې داچاره بل ډول ده .دنړیوال توب په دې پیر کې دغه ډول کمپنۍ دنړۍ په نا امنه مګر له اقتصادي پلوه شتمنو او دارزښت لرونکو سیمو اوهیوادونوکې دامنیت درواستلو په پلمه خپلو جنجالي کړووړو ته ادامه ورکوي .اودنړۍ دغه اوسنی بې ټیکاوه حالت چې دنهم اویوولسم سیپتمبر دپیښو زیږنده ګڼل کیږي ددغه ډول کمپنیو رامنځته کیدل باالکل روا کړل اویو څه مشروعیت یې وروبخښلو . ددې ترڅنګه دنړۍ دله اقتصادي پلوه شتمنو هیوادونو خوارځواکیو اوګوډاګیانو چارواکیو هم ددغه کمپینو هیله واخیسته اوخپل هیوادونه یې ددغه کمپنیو دوزلوبو ډګر وګرځاوه.

      AEGIS یو له هغو برتانوي امنیتي کمپنیو څخه ده چې مرکز یې په لندن مګر دکار سیمه یې دافغانستان، عراق، سعودي عربستان اودامریکا هیوادونه دي .دغه کمپنیو په څو برخو کې چې عبارت دي له پلټنې اوڅارګریز ې چارې،تنخنیکې چارې ،اړیکتیایي اومعلوماتي ټیکنالوجي چاري، لوژستیکي چارې اوامنیتي چارې کارکوي ددغې کمپنۍ په هکله دلاډیرو مالوماتو لپاره لاندې کورتځای ته سرورښکاره کړی:

http://www.aegisworld.com

      AGS اوASG دوه نورې هغه برتانوي امنیتي کمپنۍ دي چې په ځانګړي ډول په افغانستان اوعراق کې کار کوي ددغو کمپنیو په هکله دلاډیرو مالوماتو لپاره لاندې کورتځای ته سر ورښکاره کړی:

http://www.ags.aecom.com

      Control Risks Group یوه شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز په برتانیا کې ده همدارازEdinburgh International یوه شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز یې په برتانیا کې ده.Global یوه شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز یې دبرتانیا په ښار کې ده.Blue Hackle یوه بله شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز یې په برتانیا کې ده .Olive بله یوه شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز یې په برتانیا کې ده .Page Security Services بله شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز یي په برتانیا کې ده SALADIN بله شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکزیې په برتانیا کې ده

      ArmorGroup بله هغه شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکز یې دلیند په ښار کې دی دغه کمپنۍ له امریکايي اوبریتانوي دتروریزم ضد ادارو سره خورانږدي همکاري لري یاده دې وي چې داهم یو له هغو بریتانوي کمپنیو څخه ده چې په افغانستان کې غټه ونډه لري.

      British Association of Private Security Companies دغه اتحادیه دفروري په میاشت کال ۲۰۰۶ کې رامنځ ته شوه چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دبرتانوي شخصي امنیتي کمپنیو ملاتړ کوي  ګورتځای http://www.bapsc.org.uk

AKE Group بله یوه شخصي امنیتي کمپنۍ ده ګورتځای http://www.akegroup.com 

ATCO Frontec Security Services بله امنیتي کمپنۍ ده کورتځای http://www.atcofrontecsecurity.com

Armor Holdings بله شخصي امنیتي کمپنۍ ده چې مرکزونه یې په Jacksonville اوFlorida ایالتونو کې دي . کورتځای  http://www.armorholdings.com 

Beau Dietl & Associates. بله شخصي امنیتي کمپنۍ ده ګورتځای http://www.beaudietl.com 

The Brink’s Company بله امنیتي کمپنۍ ده ګورتځای http://www.brinks.com 

      داپورتنۍ شخصي امنیتي کمپنۍ چې یادې شوي داسې ډیرې نورې شته خوما دلته په ځانګړي ډول ډیر مالومات دبریتانیاوي کمپنیو په هکله وړاندي کړل یوا ځي له مالي پلوه دغه کمپنۍ زمونږ دکلنۍ بودیجې څخه زیات لګښت لري چې دنړیوالو مرستندویو لخوا دافغانستان سره دمرستو په نوم راوړل کیږي اودوی یې بیرته خپلو هیوادونو ته وړي هغه پټې چارې خو پټې دي چې دوی نور څه کوي .

      اوس به راشو دنړیوالو رسنیو هغوراپورونو ته چې دشخصي امنیتي کمپنیو خپل سریو اولنډغریو په هکله یې خپاره کړي :
 


دولسم دنومبر،۲۰۰۷ کال

دحامدشالیزي رپورټ  رویټرز الټرنیټ

http://wap.alternet.org/thenews/newsdesk/ISL186970.htm

شخصي امنیتي کمپنۍ په افغانستان کې دبي ثباتۍ اوبي امنیتۍ په ډیرولو کې مرستندویه دي ، دغه شخصي امنیتي کمپنۍ چې ډیری خلک پرې دبهرنیو ځواکونو ګمان کوي داسې کمپنۍ دي  چې پخواني جنګ سالاران یي په کارونو ګورمارلي او کیدای شي په ډیرو جرمونو کې لاس هم ولري داپه داسې حال کې ده چې دشخصي امنیتي کمپنیو شمیر ور ځ له بلې مخ په ډیرو دی .دغه شخصي امنیتي کمپنی چې سلا لرونکي پرسونل لري دکورونو، میلمستونونو، دفترونواوهغوکتارونو چې نړیوالو ځواکونو ته داړتیاوړتوکي برابروي اوهمدراز دساختماني پروژو ساتنه کوي .داپه داسې حال کې ده چې دافغانستان دولت ددغو کمپنیو په کنترولولو اوپه خپل ګورت کې راوستلو کې پاتې راغلی .

      امنیتي کمپنی په افغانستان کې :

دSarah Meyer په مټ :
په افغانستان کې په امنیتي کمپنیو کې شته ګډوډوي له هغې ګډوډي سره چې په امریکايي اوناټو ځواکونو کې لیدل کیږي یو شان ده.داسې ښکاري چې افغاني جنګسالاران اودامریکا دمتحده ایالاتو حکومت یو څو کیفي داشتراک ټکي سره لري چې یو له هغو څخه درازونو اواسرارو پټ ساتل دي له ځان سره .

۱۲/۴/۲۰۰۷ Akmal Dawi, e-Ariana.

له ۲۰۰۴څخه تر ۲۰۰۶ پورې ۵۹ امنیتي کمپنۍ دAISA  په مټ ثبت اوراجستر شوي دي .دغوامنیتي کمپنیوداسې سلاح لرونکي وګړي په کار ګومارلي چې دافغاني ټولنیز اوکلتوري چاپیریال له پیچلتیاو بیخي بي خبره دي .


۲۴/۱۰/۲۰۰۷  j.Broder,NY Times / Truthout.

دتیرو څلورو کلونو په موده کې دهغو پیسو میچ چې دامریکا دمتحده ایالاتو دولت یې شخصي امنیتي کمپنیو اودقانون پلې کوونکو قراردادیانوته دیوه کال په موده کې ورکوي له یوه بلیون امریکايي ډالرو څخه نږدي څلور بلیون امریکايي ډالرو ته  لوړ شوی دی . ویل کیږي چې اوس یو څو مامورین ددې لپاره ګومارل شوي ترڅو له ددغه ډول قراردادیانوسر پرستي وکړي .په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان باندې دامریکا له یرغله وروسته  دغه قرادادونه بیا پورته ولاړل ان تر دې چې Dyncorp دکال ۴۰۰ ملیونه ډالره تر ګوتو کولي .Dyncorp په درځنونو بیا په سلګونو کسان دپولیسو دروزني لپاره افغانستان ته ولیږل همداراز دغه Dyncorp ووچې دافغانستان دولسمشر حامد کرزی ته يې ساتونکي ورکړل .

دمتحده ایالاتو ددولت ځیني پخواني چارواکي اوافغاني چارواکیو وویل دDyncorp ساتونکي په خپلو تکتیکونو کې تیري کوونکي دي اوهیڅ راز پولې په پام کې نه نیسي .ددوی دغې سلوک افغان، اروپایي چارواکي اوترټولو مهمه افغان ولسي وګړي له ځانه لیري کړي دي .

دDyncorp کمپنی ویاند Gregory Lagana وايي چې کمپنی دامنلې چې رښتیا هم یوه ستونزه وه مګر هغه ساتونکي لیري کړل شول نوموړي وویل ددوی اخلاق ، کړه وړه اوبي ځایه غرور یوه تیروتنه وه کوم ته چې مونږ دپای ټکی کیښود.

همداراز یوبل راپور کاږي دArmorGroup په نوم بریتانوی کمپنی چې دپه کابل کې دامریکا دسفارت امنیتي چاري ورترغاړي دي چې ددغه قراردادله لاري دغه کمپنۍ ۱۸۹ ملیونه امریکايي ډالره تر ګوتو کوي .

۱/۱۱/۲۰۰۷ J.Boone, ©FT / NBC.

داراپور وايي چې دارمر ګروپ په نوم بریتانوي کمپنۍ چې په کابل کې دامریکا اوبریتانیا  دسفارتونو امنیتي چارې په غاړه لري . راپور وايي چې داسې څو پیښې لیدل شوي چې ددغې کمپنۍ پرسونل چې دخپلواړوندو کسانو امنیت یې نیولو په تلاشیو کې تر ې دافغان پولیسو په مټ سلاګانې اخیستي دي ، افغان پولیس په دې اند وو چې ددوی دکمپنیو دجوازونو تاریخو نه تیروو. داپه داسې حال کې ده چې دکمپنۍ مسولین وايي چې دوی ډاډینه تر لاسه کړي وه چې ددوی جوازونه غزول شوي دي .که څه هم ددوی دجوازونو تاریخونه تیرول اوداکمپنۍ نه ده توانیدلي ترڅو خپل نوي ویشل شوي جواز تر ګوتو کړي .
KHAWAR
دکابل حکومت هغه وخت خپل نظر په امنیتي کمپنیو راوګرځاوه چې دخاور په نوم تر ټولو لويي افغاني امنیتي کمپنۍ دکابل په شمالي سیمه کي لوی څارنوال دسړک په غاړه وډباوه. دخاور کمپنۍ مشر جنرال جرات پخواني جنګسالار،چاچي امریکايي کمپنۍ USPI ته نفر هم ورکول خپله کمپنۍاوخپله سوداګري په خطر کې ولیده .په همدي وخت کې وو چې نوري امنیتي کمپنۍ هم په خطر کې شوي .

OLYMPUS SECURITY LTD. (UK)

افغاني پولیسو په بله یوه بریتانوي کمپنۍ باندې تخت اوتاز وکړ ترڅودااتمه کمپنۍ شي چې دپولیسو لخوا بنديږي .

۲۹/۱۰/۲۰۰۷ IHT

افغان پولیسو یوځل بیا په کابل کې په یوه بریتانوي کمپنۍ تخت اوتاز وکړ اوبنده یي کړه .افغان پولیسو همدغسې اته نورې کمپنۍ بندې کړي ، پولیسو دOlympus Security Group دری افغان ساتونکي اوددغي کمپنۍ افغان مشر ونیول لامل یي داوو چې دوی بي جوازه کار کولو . پکتیاوال وویل چې دا ۱۲یا ۱۳ امنیتي کمپنۍ ده چې به وبه تړل شي .اولیمپوس چې یوه وړوکي نماینده ګي په کابل کې لري یوه له هغو بهرنیو کمپنیوڅخه ده چې وبه تړل شي .

۱۰/۱۲/۲۰۰۷ Money, CNN.

DynCorp په جلال اباد کې دګارنیزیون دجوړولو یو قرارداد د۴۹ ملیونو ډالرو په بیه تر لاسه کړی . دغه ګارنیزیون چې پاکستانی پولې ته نږدي دی  ۴۰۰۰ کسان به  ځایولی شي دغه ځای به ۵۰ تعمیرونه ولري  چې په دې کې به شپه غالي ، دښووني خوني ، دفترونه اونور امنیتي ارګانونه شتون ولري .

ددغو ټولو شواهدو سره سره چې په نړیوالو رسنیو کې خپاره شوي دکورنیو چارو په وزارت کې یواځینۍ کس چې غوښتل یې ددغو خپل سریو کمپنیو مخه ونیسي اوافغان ولس ددغو کمپنیو له په سترګو لیدونکو شرونو څخه وژغوري علیشاه پکتیاوال وو. چې څو کمپنۍ یې وتړلي په دغو کمپنیو کې څو بریتانوي کمپنۍهم وي لکه څنګه چې تاسو په پورتنیو لاسوندونو کې وینۍ دغو کمپنیو زمونږ دهیواد بي شمیره بسپنه خرڅ اوپه خپلو جیبونو کې واچولي . دلته به لږ نور هم تم شو ددغو کمپنیو دپه سترګو لیدونکو شرونو په هکله مو یادونه وکړه چې له افغانانو سره څه ډول چال چلند کوي ان تردې چې ددغو کمپنیو عادي ساتونکي وزیران هم په څاپيړو وهي .دغه کمپنۍ ډیر په سترګو نه لیدونکي شرونه لري که تاسو دنړۍ تاریخ وګوری دغو کمپینیو دبریتانیا دامپراطوري په وخت کې له چین ، هندوستان اونورو ملکونو څخه داسې تاریخي اثار اوتوکې خپلو ملکونو ته یوړل چې ددغو هیوادونو راتلونکي نسلونه به دخپل تاریخ دکتلو لپاره دبریتانیا موزیمونو ته ورځي .

په هر صورت راځو خپل سر لیک ته چې فاینانشیل ټایمز ولې په پکتیاوال پسې داسې څه چې په خوله یې راتله ولیکل لامل یې داوو چې پکتیاوال غوښتل ددغه هیواد څوشخصي امنیتي کمپنۍ چې غیر قانوني فعالیتونه یې کول بندې کړي اوخپل خلک یې له شره وژغوري فاینانشیل ټایمز دخپلو کمپینو ننګه کوي دخپل هیواد داقتصاد په پام کې نیسي مګر زمونږ رسنیو ډیر ژر دپکتیاوال په هکله دفاینانشیل ټایمز راپورونه بې له کومې شننې اوبې له درنګه خپاره کړل زه نه غواړم دپکتیاوال په هکله ووایم چې دی به ښه یا بد سړی وي دی به دڅه وړشخصیت درلودونکی وي مګرکه چیرې پکتیاوال یو وطن پال افسر وي نو بیا، ځکه چې دبهرنیو هیوادونو په ځانګړي توګه دبرتانیا لاسونو خودومره اوږده دي چې دهیوادهر وطن پال افسر له خپلو دندو ډیره په اسانی اخوا دیخوا کولای شي اوپه کور یې کښینولای شي ترڅو دوی دهیواد اداري په خپله ګټه وڅرخولی شي راځي لاس یو کړو اوله نورې نړۍ څخه زده کړو دخپل هیواد اوخپلو خلکو لپاره کاروکړو ډیرداسې څه شته چې زمونږه دنده جوړیږي چې ددغه ملت ته ترې پرده پورته کړو او خپله اسلامي اوملي وجیبه ادا کړو

په ټول درناوي

ث . نورزی

هرات – افغانستان

تبصره نسته

  1. کیدای شي دا افغاني رسنۍ چې د فاینانشال ټایمز ملاتړ يې کړی دی هم د بریتانیا او دې کمپنیو د ګټو دپاره کار کوي. که نه نو ولې یې اصرار کاوه چې د پکتیاوال په اړه منفي خبرونه خپاره او ټول ښه خبرونه خپاره نه کړي.

  2. دا خو لا څه کوی زموږ او ستاسی بینوا ویبپاڼی هم د پکتیاوال خلاف بی سره او پښو خبرونه خپاره کړی دی په وارو وارو اوس نو په تاسی پوری اړه لری چی د بینوا جلالزی بیا په چا پوری تړی؟

  3. بينوا ويبپاڼه دا زادي راډيو بي بي سي د خپلو بادارانو لپاره چوپړ وهي ,نه دافغان قوم لپاره .

  4. ګرانه او ښاغلی نورزی ورور اسلام علیکم:
    ګرانه وروره جار سم له داسی ځوانانو چه ملی افکار ولری ماته خو کله نا کله ډیر زور
    را کوی چه هر څوک لیکنه کوی او بیا یی بغیر د سوچ او پکره خپروی،
    او اوس به راشو ستاسو لیکنی ته.
    که ریشتیا درته ووایم ما ته ستاسو لیکنه ډیره په زړه پوری خکاره شوه څما په پکر
    ښاغلی ستر جنرال علی شاه پکتیاوال ډیر یو ښه او بهادر شخصیت دی او د نورو دوستانو
    څخه په ډیر درنښت هیله کوم چه اوس نو ده اوتو بوتو وخت نه دی، اوس وخت ده چه زمونږ
    شاه زلمیان راپورته سی افغان ولس وژغوری،لوی افغانستان وژغوری، او خپله ژبه چه ده
    ژوندون په حیث ده وژغوری ،ده وطن ده پیغلو پت او عزت وژغوری او ده هغوی هیلی وژغوری
    .
    یا خو هغه وخت وه چه به ښایسته مازیګری وه او ښایسته منګی به په اوګو او په ګودر
    کښی به لکه ده بلبلو شور ما شور وه او ده میړنیو مشرانو ده ویری به یی چا نوم هم
    نشو اخستی اوس به یی څوک امنیت وه ساتی اوس خو په سپو دارل کیږی
    خدای تعالی ده د پکتیاوال صاحب په شان نور هم تکره کری چه تر څو ده استعمار ګرو او
    ده هغوی دتالی څټو مخه و نیسی

    ده وطن پیغلی می په غاره وری وه اوښکو امیل »»»»»
    د پاریس پیغلو ته غمی ده بد خشان نه ر سی »»»»»»»»

    په خوارا درنښت

    که په لیک که کومه نیمګر تیاوی نو بخنه غوارم