کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د تورخم د اکمالاتي لارې په اهمیت تبصره کړې او هغه يې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د ستونې لار بللې ده.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام وړاندې لیکلي دي چې نړیوال ځواکونه خپل اکثره اکمالات له همدې لارې کوي خو پکار ده چې د هغې امنیت هم ونیولې شي.

ورخپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د خلکو بیوزلۍ او اقتصادي ستونزې راغستې او لیکلي دي چې  وسلوال له چړو سره خلک هلالوي خو حکومت بیا په مالوچو د خلکو مرۍ پرې کوي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان د ځوانانو د ټولنو د هم غږۍ د شورا له غړو سره د ولس مشر کرزي د لیدنې خبر ورکړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې افغانستان باید له سیاسي لیواتیاوو خلاصه ملکي اداره ولري.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د کورنیو چارو د وزیر په پرونیو څرګندونو تبصره کړې چې پولیسو ته يې په خطاب کې ویلي ډیره تنخوا واخلۍ خو ښه کار وکړۍ.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په یو څیړنیز مطلب کې د افغانستان روان حالات او پیښې څیړلې دي او پدې  ترڅ کې د افغان حکومت هغو هڅو ته هم کتنه کړې چې له نورو هیوادونو او په تیره بیا له روسیې نه د پوځي مرستو د ترلاسه کولو لپاره کوي.

ورځپاڼې پدې اړه په یو غټ سرلیک کې لیکلي دي چې هیڅ یو ځواک له افغانستان نه د امریکايې سرتیرو د ویستلو توان نلري.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو او د هغې د ځنډ د  اغیزو په اړه تبصره کړې  ده.


د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان په اړه د کسفام د موسیسې د یو نوي  رپورټ ځینې برخې خپرې کړي چې پکې له امریکا نه غوښتل شوي چې په افغانستان کې د بحران د منځ ته راتلو مخنیوې وکړي.

ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې ددې خبرې اړتیا ده چې امریکا د افغانستان د مسلې د حل لپاره د پوځي حل لارې ماسوا په نورو لارو هم فکر وکړي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د سترې محکمې د چارواکو په حواله دا خبر هم ورکړې دې چې د رشوت او فساد په تور په لسهاو قاضیان له خپلو دندو ګوښه کړاې شوي او ځینې يې زندانونو ته اچول شویدي.

د اصلاح او انیس دولتي ورخپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلې او بیلابیلې تبصرې يې پرې خپرې کړیدي.

انیس پخپله سرمقاله کې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته په اشارې د هیواد له قضايې چارواکو غوښتې دي چې دوې باید پدې برخه کې خپله مبارزه لا ګرنډۍ کړي.

خو اصلاح بیا د کوکنارو د خلا روانې مبارزې ته په اشارې دا غوښتنه کړې چې کروند ګرو ته دې اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سره ورکړاې شي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت ته په اشارې پخپل غټ سرلیک کې لیکلي دي چې په انتخاباتو کې د اغیزې د غورزولو لپاره دا ګوندونه ډیر کمزوري دي.

ورخپاڼې وړاندې لیکلي دي چې د سیاسي ګوندونو شمیر له اتیاو نه اوړي خو دوې نديتوانیدلي چې په تیرو څو کلونو کې ځان ته پام راواړوي.

ورخپاڼې د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو ګرمیدو ته په اشارې لیکلي دي چې له  واشنګټن سره د کابل تړاو مخ په کمیدو دې.


او د اووټ لوک په نامه په کابل کې خپریدونکې نا دولتي ورځپاڼې د عامه حفاظت د قطعې په اغیزمنتیا  تبصره کړې.

ورخپاڼې د کورنیو چارو د وزیر په حواله وړاندې لیکلي دي چې په ټول هیواد کې ددغه ځواک د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

ورخپاڼې دا هیله هم څرګنده کړې چې دا ځواکونه د پولیسو په یونیفورم کې فعالیت وکړي او د اربکیو پڼه ونلري.