کور / تازه خبرونه / ننګرهار:چارواکي وايي زرکيلو چاودېدونکي توکي، الکولي مشروبات او وسلې يې نيولي

ننګرهار:چارواکي وايي زرکيلو چاودېدونکي توکي، الکولي مشروبات او وسلې يې نيولي

د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي ددوی پوليسو دتېرې اونۍ په اوږدو کې د تورخم په پوله زر کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي نيولي دي.امنيه قومندان سيد عبدالغفار په يوه خبري ناسته کې وويل دغه توکي د پاکستان له خاورې افغانستان ته راوړل کېدل چې دوی وار له مخه راپور تر لاسه کړی و او په نيولو يې بريالي شول. نوموړي همدغه راز د يو شمېر سپکو او درنو وسلو او الکولي مشروباتو د نيولو خبره هم وکړه. امنيه قومندان وايي د دوی پوليسو د بېلابېلو پېښو په تور لس تنه شکمن وګړي نيولي، چې دا مهال ترې د منيې په قومندانۍ کې پوښتنې ګروېږنې روانې دي