کور / تازه خبرونه / هرات : دیوه مخابراتي شرکت دتښتول سووکارکونکو له ډلي ۴ را ایله سول

هرات : دیوه مخابراتي شرکت دتښتول سووکارکونکو له ډلي ۴ را ایله سول

دهرات ولایت یولوړپوړي مقام نن ۲۰۰۹/۲/۱ لراوبر ته وویل چي : پولیسو یې دهرات ولایت په پښتون زرغون ولسوالۍ کي دیولړعملیاتوپه ترځ کي  داتصالاتودمخابراتي کمپنۍ داووتښتول سوو کارکونکوله جملې څخه څلور تنه یې دمخالفانودمنګولوڅخه وژغورل .

هغه وویل  دژغورني عملیات اوس هم په سیمه کي  جریان لري اوډېر ژر به پاته درې تنه چي دوه یې انجنیران اویویې موټر چلونکی دی راازادکړي .

پرون طالبانوهم ویلي وه چي دهرات ولایت په یاده سوې سیمه کي یې په دوولنډکروزرموټروکي دیوې بهرنۍ موسسي اته تنه کارکونکي تښتولي دي .

هېره دي نه وي چي پدې وروستیوکي دهیوادپه ګوټ ګوټ کي دسړي تښتونوپیښوخورابږاخیستۍ دی .