کوټه : ديواين ايچ سي ار د ايالتي مشر ډرائيورمړاو دی وتښتول سو

خان زمان کاکړ | فبروري 2nd, 2009



نن سهار په کوټه کې ديواين ايچ سي ار ايالتي مشر د ناپېژاندو وسله والو له خوا تښتول سوی اودهغه موټرلونکی وژل سوی دی


دجنوبي پښتونخوا په مرکزي ښار کوټه کې استوګن  ديواين ايچ سي ار د ايالتي مشر جان سلواکي موټرلونکی وژل سوی او دی پر ناڅرګندلوري تښتول سوی دی



دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته سوې چې جان سلواکي په چمن هاوسنګ سوسائټي کې له خپل کور څخه  دفتر پر لور خوځېدلی او هلته له وړاندي موجودو وسله والو  پرې ډزي کړي چې له امله يې موټرلونکی وژل سوی  او وسله والو هغه  پر ناڅرګندلوري تښتولی دی



 پوليس د ملزمانو په لټه کې دي او په کوټه کې د ټولو بهرنيو موسيسو د دفترونو ساتنه ټينګه سوې ده

Copyright Larawbar 2007-2024