کور / راپور / د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ پرانيستل شوه

د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ پرانيستل شوه

د پكتيا پوهنتون تدريسي ودانۍ بشپړه او د يو لړ مراسمو په ترڅ كي د سلاكار وزير او پكتيا والي جمعه خان همدرد لخوا پرانيستل شوه :





د پكتيا پوهنتون رئيس پوهاند عبيدالله پريار وويل :  د غه و دانۍ چي كار يې يو نيم كال وړاندي پيل شوي وو ، بشپړ او ګټي اخيستني ته چمتو شو .

په دي مراسمو كي د پكتيا والي جمعه خان همدرد ، د ۵۰۵ لمبر سپين غر پوليسو قومندان ، امنيه قومندان ، د ولايتي شورا استازي ، د اداراتو مسئولينو او قومي مشرانو برخه اخيستي وه  .

د پوهاند پريار په وينا د پوهنتون تدريسي بلاك په دريو پوړو كي په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي ، چي ۳۰ درسي ، ۴ اداري او نور ضروري ملحقات لري او په يو وخت كي د ۱۱۰۰ تنو محصلينو ځاېدو وړتيا لري

د ه وويل دا پوهنتون د ۴۶۵۰۰۰ امريكايي ډالرو په  لګښت د مخدره توكو سره د مبارزي د وجهي صندوق له لوري د پكتيا بزګرانو ته د امتياز په ډول وركړل شوې وې جوړ شوي  .

د پكتيا والي جمعه خان همدرد د پرانيستي پر وخت ښوونكو ته د يوې، يوې نمري د توزيع كولو زيړئ وركړ

همدا رنګه د پكتيا والي ښآغلي همدرد د لوړو زده كړو پر وزير نيوكه وكړه چي د پكتيا پوهنتون ته يي هيڅ ډول پاملرنه نه ده كړي  .

پكتيا پوهنتون تر دي دمه ودانۍ نه درلوده او دا لمړۍ بلاك وو چي كار يي  بشپړ شو ، په راتلونكي كې به د انجنيري ، ښووني او روزنې ، شرعياتو او حقوقو پوهنځي او دغه راز د نارينه او ښځينه وو مصلينو لپاره شپه غالې هم جوړ  شي  .

د يادوني وړ ده چي د پكتيا پوهنتون په ۱۳۸۳ كال كي د پكتيا د خلكو په غوښتنه او د جمهور رئيس د ځانګړي فرمان له مخي تآسيس شوي او تر دي دمه د هيواد د بيلابيلو ولايتونو څخه ۶۰۰ تنه محصلين پكي زده كړې كوي.