کور / خبرتیا او پيغامونه / د شهيد داؤد خان نړيوال سيمينار

د شهيد داؤد خان نړيوال سيمينار

په نظر کې ده چې په جرمني کې د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه د شهيد محمد داؤد خان د سلمې کليزې په وياړ يو نړيوال سيمينار جوړ کړي . دغه سيمينار به په جرمني او افغانستان کې د درنو غونډو په جوړېدو تر سره کېږي .

په دغو غونډو کې به د افغانستان د معاصر نامتو شخصيت محمد داؤد خان پر ژوند او دهغه د صدارت او جمهوريت  د دورو په اړه علمي او اکاډميکې ليکنې او ويناوې واورولې شي .

له درنو پوهانو ، د نظر له خاوندانو او د دې موضوع له مينه والو په درناوي هيله کوو چې :

1.  هغه کسان چې د شهيد داؤدخان او دصدارت او جمهوريت  د دورو په هکله يې ويډيويي يا اوډيويي اسناد ولري ، د مهربانۍ له مخې دې يې يوه کاپي موږ ته د روان کال د اپريل تر پای راواستوي  .

2.  موږ په نظر کې لرو چې د دغه سيمينار د مقالو او ويناوو ټولګه مخکې له مخکې چاپ او خپره کړو . له همدې امله له هغو دپوهانو څخه چې د مقالو سپارښتنه ورته کېږي  ،هيله من يو چې د روان کال د می تر مياشتې موږ ته خپلې مقالې راوستوي .

3.  هغه دوستان او مينه وال چې په دې اړه ځانګړي وړانديزونه لري ، هيله ترې کېږي چې موږ ته يې مخکې له مخکې راواستوي .

موږ په نظر کې لرو چې  په دغه مناسبت يو شمېر مهم کتابونه او اثار چاپ او خپاره کړو . هغه ليکوال چې په دې اړه وړانديزونه لري ، هيله ترې کېږي چې له موږ سره يې شريک کړي .

د ټولنې د ايمېل پته دا ده :

info@afghan-culture.org