کور / خبرتیا او پيغامونه / باچا خان : د خبرو که د عمل ، د پرون، که د نن سړی؟

باچا خان : د خبرو که د عمل ، د پرون، که د نن سړی؟

 


«زموږ د باچا خبرې» تر نامه تېر کال يو کتاب، چې پکښی د غفار خان غوره خبرې راټولی شوي، د افغانيک لخوا خپور شو.


دوستانو ته د دغه کتاب د ښودلو او ورکولو په وخت کې، ځينو ځوانانو دا پوښتنه کوله، چې باچا خان څوک و، څه يې کړی او څه يې غوښتل. له همدی کبله تصميم ونيول شو، چې د دغه لوی انسان د معرفۍ لپاره په هامبورګ کې يوه معلوماتي ناسته جوړه شی.


ويناوال: ډاکتر يحيی وردک
وخت: جمعه، څلوربجې، Friday, 6.2.2009
ځای:


Billstr 98, Hamburg
Tel.: 0176-481 16562



داسی ورځ به ديره کمه په وروستيو کلنو کې پيدا شی، چې پکښی د افغانستان او پښتونخوا کې د تاوتريخوالې، جګړې، بمباريو او وژنو نه راپور ورنکړ شی.


ډير کم خلک په دې خبره پوه دي، چې يوويشت کاله مخکښې د ۱۹۸۸ کال د جنوری په يو ويشتمه دلته د جګړې، زور او تشدد پر ضد يو لارښود عبدالغفار خان په ۸۸ کلنۍ کې خپله وروستۍ سلګۍ ويستله.


نن دلته ښوونځې سوځول کېږي، خو ده د تېرې پېړۍ په پیل کې ښوونځی جوړول. او په دې نظر ؤ چې زموږ راتلونکي نسلونه بايد تر هر څه د مخه تعليم وکړي.
 


نن دلته حتی د جوماتونو په خوا کې بمونه اچول کیږی او خلک د لمانځه په وخت وژل کيږي. حال دا چې باچا خان د بهرني استعمار او د خپل ملک او ولس د آزادۍ لپاره د عدم تشدد له لارې مبارزه کوله او تر سلو زور پیروان يې درلودل. راځۍ چې په ګډه سره د دغو کارنامو يادونو راژوندي کړو!


ستاسو ته سترګه په لار
يحيی ورد ک


wardak@afghanic.org
 01747417306


«زموږ د باچا خبرې» کتاب دلته په پي دي اف کې کتلای شۍ:


 http://afghanic.de/bk