کور / شعر / غزل

غزل

چې له خپل کلی له خپل کوره راغلم
د ستا د شنو سترګو له توره راغلم

زما د قام خلک په اور کې سوزی
خدایه (ج) دوعا یمه سرتوره راغلم

د وخت سیلیو مړاوې مړاوې کړمه
ګني ستا غېږې ته سمسوره راغلم

زما سندرې به دې ویښ کړي کنه
نن ورسره له ټنګ ټکوره راغلم

چې چم ګاونډ مو په یارۍ خبر شي
په بام ښکاره په زوره زوره راغلم

د ستا یادونو مې خوبونه وړي
زلمیه زه دې زړه له شوره راغلم


Odessa