کور / تازه خبرونه / امريكا پسله ۳۰ كالو افغانانو ته وېزې وركوي

امريكا پسله ۳۰ كالو افغانانو ته وېزې وركوي

د امريكا د بهرنيو چارو وزارت اعلان كړئ، چي د فبروري له ۱۵ – مي نېټي څخه به په كابل كي افغانانو ته د امريكا د وېزو وركړه شروع كړي.
د ا په افغانستان كي د سردار محمدداود خان له حكومت څخه راوروسته لومړى ځل دئ، چي د امريكا له خوا عامو افغانانو ته په كابل كي د وېزو د وركړي اعلان كېږي.
د ۲۰۰۱ كال راهيسي چي په كابل كي د امريكا سفارت پرانيستل سوى، دې سفارت يوازي افغان چارواكو او محصلينو ته وېزې وركولې، او عادي افغانان به مجبور وه، چي امريكا ته د تګ وېزې په اسلام آباد كي له امريكايي سفارت څخه ترلاسه كړي.
د بهرنيو چارو وزارت وايي د فبروري له ۱۵ – مي نېټې څخه به په كابل كي د امريكا سفارت افغان سوداګرو، ناروغانو او سيلانيانو ته د۱۶۰ امريكايي ډالرو په مقابل كي د امريكا وېزې وركوي.
د بهرنيو چارو وزارت دا هم ويلي چي امريكا ته له تلونكو افغانانو څخه له هغې خوا د كوم شخص دعوت نامه هم نه غواړي.