کور / تازه خبرونه / جنرال وردګ: شپېته فيصده جنګيالي بهرنيان دي

جنرال وردګ: شپېته فيصده جنګيالي بهرنيان دي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي له افغان حكومت سره جنګېدونكي طالبان اكثره بهرنيان دي.
د چين د زينهووا آژانس د دفاع د وزير جنرال عبدالرحيم وردګ په حواله خبر وركړ، چي وايي په افغانستان كي جنګېدونكي جنګيالي شپېته فيصده له بهرنيانو څخه تشكل سوي دي.
خو جنرال وردګ د دغو بهرنيانو د هويت په باب څه نه دي ويلي، چي هغوى په كومو هيوادونو پوري اړه لري.
خبر د دفاع وزارت د سروې پر اساس زياتوي چي په ټول افغانستان كي ۱۵۰۰۰ طالبان د حكومت او بهرنيانو په وړاندي جنګېږي، خو د دفاع وزارت دا نه دي ويلي چي د دفاع او كورنيو چارو وزارت تر ۱۵۰۰۰۰ يو سل پنځوس زره زيات پوځيان او پوليس او د ۷۰۰۰۰ زرو په شاوخوا كي بهرني عسكر يې ولي مخنيوى نسي كولاى.