کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د امریکا ددفاع د وزارت د نوي رپورټ ځینې  برخې خپرې کړي چې پکې ویل شویدي چې  امریکا باید په افغانستان کې  خپل اهداف مختصر کړي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې  په افغانستان کې د دیموکراسۍ پلې کول باید دوهم لومړيتوب وي لومړې باید په پاکستان کې د طالبانو مرکزونه په نښه شي.

ورځپاڼې خپله سرمقاله په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد روانې مبارزې ته ځانګړې کړې  او هڅه يې  کړې چې د فساد اصلي عاملان بیامومي.


د هیواد دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ  سرلیک کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي سفر څیړلې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې د پاملرنې په سر کې ځاې لري.

ورځپاڼې  پخپله سرمقاله کې هم د ښاغلي مون په سفر تبصره کړې او په افغانستان کې شتو ستونزو ته په اشارې د نړیوالې ټولنې غښتلې ملاتړ څیړلې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د واشنګټن ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې افغانستان به اوباما ته په یو ستر  قبر بدل شي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې له امریکایانو سره د افغانانو نه لیوالتیا به امریکا په افغانستان کې د برطانیې او پخواني شوروي اتحاد له برخه لیک سره مخ کړي.

ورځپاڼې په افغانستان کې د حساسو پوځي اطلاعاتو د افشا کولو په تړاو د یو برطانوي سرتیري د نیولو خبر هم ورکړې دې.


د افغانستان ټایمز انګلیسي ژبې خپلواکې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په کابل کې د ځان وژونکو حملو په تړاو د یوې ترورستي ډلې په نیولو تبصره کړې او لیکلي دي چې دا به د پلازمینې په امنیت مثبته اغیزه وکړي.

ورځپاڼې د خپلې تبصرې په دوام لیکلي دي چې افغان دولت او نړیواله ټولنه باید د ملي امنیت عمومي ریاست ته زیاته پاملرنه وکړي ځکه د ورځپاڼې په وینا دا په افغانستان کې د ثبات د تینګښت لپاره یوه مهمه اداره ده.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي او افغان ولس مشر یو ستر انځور خپور کړې او د ښاغلي مون په حواله يې لیکلي دي چې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې افغانستان د ملګرو ملتونو په لومړیتوبونو کې ځاې لري.

ورخپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان په اړه د امریکا د حکومت سیاستونو او ستراتیژۍ ته کتنه کړې او خبردارې يې ورکړې که چیرې امریکا په افغانستان کې خپلې تګ لارې ته بدلون ورنکړي نو په باور سره چې له ماتې سره به مخ شي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د بان کي مون سفر څیړلې او لیکلي دي چې نړۍ  ورو ورو د افغانستان برحقه دریځ درکوي.

خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې غوښتې دي چې  ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د سولې په راوستلو او د بیوزلۍ په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د انتخاباتو په سر پورته شوې لانجې ته په اشارې لیکلي دي چې افغان حکومت د قانون د ساتونکي په توګه قانون نه پیژني.

ورځپاڼې په کابل کې د پولیسو په لوړو پوسټونو کې رامنځ ته شویو بدلونونو ته په اشارې لیکلي دي چې د ولایتونو په کچه هم پراخه بدلونونه په پام کې دي.

ورځپاڼې له ځینو څیرو سره د ولس مشر کرزي د خبرو په اړه هم یو مطلب خپور کړې دې او هغه يې د یو نوي ائیلاف د جوړولو هڅې  بللې دي.

د پیمان نا دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتو په سر راولاړو شویو لانجو ته په اشارې لیکلي دي چې مهمه داده چې د انتخاباتو په شفافیت ټینګار وشي.

ورځپاڼې په هرات  کې د اورګاډي د پټلۍ د غزولو د پروژې په اړه هم یو مطلب خپور کړې خو لیکلي دي چې امنیتي ستونزو او د ځینو ځمکو نه استملاک کیدل ددغې حیاتي پروژې په وړاندې خنډونه درولي دي.