کور / راپور / ګرديز: دري ورځنی وركشاپ پيل شو

ګرديز: دري ورځنی وركشاپ پيل شو

نن د سلواغي ۱۷ د پكتيا مركز ګرديز كي  اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتو سيمه ايز دفتر لخوا د ولايت مقام لوړ پوړو مامورينو ته دري ورځنۍ وركشاپ پيل شو .


د دي وركشاپ په پرانستي مراسمو كي سلاكار وزير او پكتيا والي ښاغلي جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه .

په دي دري ورځنې وركشاپ كي د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو په تګلاره اړين معلومات ، برخه والو ته وركول كيږي.

ښاغلي جوشان په جنوب ختيځ زون كي د ملكي خدمتونو مشر وويل : دا وركشاپ د كاري وړتيا او د اداري اصلاحتو په كاري طرزالعمل كي چي كوم بدلونو نه راغلي   د هغي د ښووني لپاره جوړ شوي 

د دي وركشاپ مالي ملاتړ USAID/CDP د امريكا د خلكو پرختيايي اداري لخنوا كيږي .

د يادوني وړ ده چي له تيرو څلو كلو راهيسي د ملكي خدمتو اداري په پكتيا كي كار پيل كړي او د پكتيا د ولايتي اداري په سلو كي له اوياوو څخه زيات مامورين د آزادي سيالې له لاري په دندو ګومارل شوي.