کور / خبرتیا او پيغامونه / د امنيت شورا ته د افغانستان د ملي سراسري جرګې پرانيستى ليک

د امنيت شورا ته د افغانستان د ملي سراسري جرګې پرانيستى ليک

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لوړ مقام ته د افغانستان ملي سراسري جرګې پرانيستى ليک !

د ١٣٨٧ لمريز کال ٣٠مه او د ٢٠٠٨ ز کال د ډسمبر شلمه

کابل _ افغانستان

     د افغانستان ملي سراسري جرګه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا لوړ مقام ته د زړه له کومې سلامونه او احترامونه وړاندې کوي او ددې هيله لري، چې د نړۍ دا ډير ستر او له مسئوليت څخه ډک مقام د ټولې نړۍ د سولې، امنيت او نېکمرغۍ لپاره پخپل تاريخي رسالت کې داسې بريالى شي، لکه چې نړيوال يې تمه لري.

محترمو دوستانو !

           د افغانستان ملي سراسري جرګه د شاوخوا سلو سياسي ګوندونو، ټولنيزو سازمانونو، قومي شورا ګانو او مدني ټولنو سربېره د ملي شورا د دواړو خونو له غړو اونورومستقلوسياسي، ملي، علمي او فرهنګي شخصيتونو څخه جوړه او د ٢٠٠٨ز کال د سپټمبر په ٢٤مه رسماً د ملي او نړيوالو رسنيو له لارې اعلان او په کار يې پيل کړى دى.

د افغانستان ملي سراسري جرګه، د افغانستان اساسي قانون، ملي او نړيوالو منل شوو قوانينو، اصولو، معيارونو، پرنسيپونو او دودونو د بشپړ رعايت له مخې غواړي، د افغانستان خپلواکي، ملي واکمني، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي يووالي په ساتلو سره، د اسلاميت او افغانيت په چوکاټ کې، ملي او نړيوال ولسواک ( دموکراتيک) ارزښتونه د عمل په ډګر کې پلي او افغانستان د نورې سوله دوسته نړۍ د هېوادونو په کتار کې په سوله او امنيت کې د ګډ ژوند لپاره جوګه کړي.

پردې سربېره جرګه غواړي، څومره ژر چې شونې وي له دريو لسيزو راهيسې پرله پسې دوامداره جګړه ودريږي ؛ د کليمې په رښتينې مانا يو ملي دولت جوړ او زموږ په هېواد کې د مېشتو بهرنيو وسله والو ځواکونو برخليک داسې وټاکل شي، چې له يوې خوا د افغانستان ملي ګټې  خوندي وساتل شي؛ د هيواد د نږدې اولرې ګاونډيانو انديښنې رفع شي او په پاى کې د نړۍ  په دغه ډير حساس ستراتيژيک او جيوپولتيک موقعيت کې د ملګرو ملتونو د ايساف او ناټو په څېر مشهورو او با اعتباره ځواکونو او بنسټونو نړيوال پرستيژ ته له دې زياته صدمه  و نه رسيږي.

محترمو دوستانو !

      څه موده مخکې د امنيت شورا پنځلس کسيز پلاوى، ددې لپاره زموږ هيواد ته راغلى و، چې د افغانستان د روانو سياسي _ نظامي _ امنيتي حالاتو په اړه کره حقيقت پيدا او د امنيت شورا عمومي غونډې ته رپوټ ورکړي. د افغانستان ملي سراسري جرګې مشرتابه پلاوي هم هڅه وکړه، چې د امنيت شورا دې لوړ پوړي پلاوي سره له نږدې وګوري، خو له بده مرغه بريالي نه شوو. دا دى ددې پرانيستي ليک له لارې خپل نظريات، ارزونې او اندېښنې له تاسې سره شريکوو او غواړو د ګډ تفاهم له لارې هغو پېچلو امنيتي ستونزو ته د حل لاره پيدا کړو، چې په چټکۍ سره سيمې او نړۍ ته د پراخيدو په حال کې دي. موږ د پنځلس کسيز پلاوي ماموريت نه يواځې تائيدو  او ستايو، بلکې په دې ټينګار کوو، چې دا ډول د لوړې کچې بې طرفه پلاوي دې يو وارې نه، بلکې په منظمه توګه زموږ هيواد ته راشي، چې د پېښو رښتينى انځور ورسره واخلي.

ترخه حقيقتونه

  د افغانستان په دري ژبه کې مشهور متل دى چې وايي :

(( حقيقت تلخ است ولېکن بر شيرين دارد. )) راځئ  دا ترخه حقيقتونه  د دوستانو په څېر يو بل ته ووايو او له يو بل څخه يې پټ نکړو. څومره چې د حقايقو په اړه ډېر معلومات ولرو، کره، سم او دقيق تصميم نيولاى شو ؛ څومره ډېر چې حقيقت  واورو  او ووايو، هم به مو خپل وجدان او هم به مو تاريخ ته برائت اخيستى وي:

ښايي د نړۍ او افغانستان په تاريخ کې د دې ساری ډېر لږ ليدل شوی وي ، چې نړۍ دې په ټول نظامي، سياسي، اقتصادي او پولي قوت د يو هيواد د دولت تر شا ولاړه  وي لکه چې له ٢٠٠١ ډسمبر څخه تر نن پورې  د افغان دولت تر شا ولاړه ده خو له بده مرغه بيا هم ګورو، چې:

د افغانستان د ٣٤ ولايتونو له جملې څخه په کابو شلو ولايتونو کې ډاډمن او کره امنيت وجود نلري. څو مياشتې پخوا د امريکايي سناتورانو په خپور شوي رپوټ کې راغلي و، چې افغان دولت د افغانستان د خاورې له سلو برخو څخه په دېرشو برخو هم واکمني نه لري. زموږ په اند دا رپوټ واقعيت ته ډېر نږدې دی او د دولت واکمني له پخوانۍ کچې څخه اوس نوره هم کمه شوې ده. همدا دليل و، چې د افغان دولت او نړيوالې ټولنې پلان شوې د سر شمېرنې ملي پروژه تر ډاډمن امنيت پورې وځنډيده.
د ملي اردو او ملي پوليسو په نوم جوړ شوي غونډونه او کنډکونه په حقيقت کې نه ملي دي او نه هم د دې وړتيا لري، چې د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره د ايساف او ناټو ځواکونو پرته وجنګيږي
د نړيوالو رپوټونو له مخې د افغانستان حکومت دنړۍ تر ټولو فاسدو حکومتونو په کتار کې ولاړ دی. اوس  ويلى کيږي، چې د اداري فساد مزمنه ناروغي نه يوازې د دولت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ خوره ده، بلکې د نړيوالو سازمانونو دفترونو ته هم رسيدلې ده. په زړه پورې دا ده، چې د دولت مشر هم په دې اعتراف کوي. اوس دا خبره له هيچا څخه هم پټه نه ده، چې د دولت د وزارتونو څوکۍ بهرنيو هيوادونو پخپل منځ کې سره ويشلې او د ولايت دوالي، قوماندان، د ګمرکونو او ملي امنيت رياستونه او داسې نورې څوکۍ يا خپلو خپلوانوته ورکول کيږي او يا هم د ټاکلې بيې په وړاندې په ډالرو خرڅيږي.
د بيا رغونې په نامه راغلې پيسې ډېرې لږې خپل اصلي هدف ته رسيږي او تر پنځوس په سلو کې  زياتې کورنيو او بهرنيو شخصي جېبونو ته ځي او همداراز بنسټيزو پروژو ته ډېره لږه پاملرنه کيږي.
د نړيوالو ګزارشونو له مخې همدا اوس افغانستان په سلو کې د نړۍ تر ۹۰ زيات ترياک په يوازې ځان توليدوي او څه باندې يوميليون معتادين لري، د مخدره توکو مافيا د يوې پياوړې شبکې په توګه د وسله والو مخالفينو، دولت او نړيوالو ځواکونو په ليکو کې غځېدلې ده .
لکه څرنګه چې اورونړيواله ټولنه په دې وياړي، چې دوى افغانستان ته دموکراسي راوستې او د خپلو پوځونو له لارې يې پلې کوي او ددوى په اصطلاح ترهګر او تروريزم ځپي. راځئ حقيقت ووايو او حقيقت واورو. آيا د بهرنيو ځواکونو د برچې په زور بهرنى نظام او د هغه ارزښتونه بل هيواد ته صادريدلى شي ؟ آيادا کار د منلو وړ دى او د ملګرو ملتونو له منشور سره سر خوري ؟ آيا دموکراسي له فردي مصوونيت او امنيت پرته کومه مانا لري او په داسې حال کې چې د خلکو پر کورونو يرغل کيږي، ارزښتونه او مقدسات يې تر پښو لاندې کيږي بيا هم دموکراسي تحقق موندلی شي؟ له بده مرغه ګورو، چې  نړيوالې ټولنې هغه جنګسالاران او جنګي مجرمين چې په ١٩٩٢ ز کال کې يې د ملګرو ملتونو په پنځه فقره ييز پلان کودتا وکړه او هېواد يې د کورنۍ جګړې په اور کې وغورځاوه او حتی خلک اړ شول د دوی د نارواوو له امله د طالبانو هرکلی وکړي، بېرته واک ته ورسول او  د افغانستان اوسنۍ بدمرغي په دقيق ډول له همدغې نيټې څخه پيل شوه.
د نړيوالې ټولنې او افغان دولت بله وياړنه، د افغانستان اساسي قانون دى. د اقتصاد په علم کې يوه مقوله ده، چې وايي : پانګه هغه  ده، چې په دوران کې ولويږي او زياته ګټه په لاس راوړي، هغه نه ده چې په بکس کې قيده او د ځمکې لاندې خښه شي.اساسي قانون هغه وخت ارزښت لري، چې پلی شي او په هيواد کې له مېشته وروڼو  قومونو څخه يو ملت جوړ کړي، خوواقعيت دا دى، چې د افغانستان اساسي قانون چې په پارلمان او د ولسمشر په ماڼۍ کې نه پلی کيږي، نو د هيواد په نورو برخو کې يې د پلې کيدو سوال نه پيدا کيږي .
په هيواد  کې د آيساف  او ناټو ځواکونه، د خپلو تش په نامه سلا کارانو او ژباړونکو په لاسو کې يرغمل دي اود هغوى په اشاره پر ودونو، جنازو ختمونو او د ملکي خلکو د ټوليدو او اوسېدو پر نورو ځايونو، کليو او بانډوړندې او بې رحمانه بمباري کوي. د دوى ژباړونکي زياتره له هغې  ډلې څخه دي، چې همدوى په ٢٠٠١ ز کال  دولتي ځواک  ته رسولي وو او هغوی هم د طالبانو غچ له عوامو خلکو، کليوالو، ماشومانو، ښځو او سپين ږيرو څخه اخلي. شينډنډ ( هرات )، هسکه مېنه ( ننګرهار) هلمند، ارزګان، کندهار، زابل، پکتيکا، غزني، نورستان، خوست او زرمت ( پکتيا ) د داسې پېښو څرګند  مثالونه دي. 
 
 د يادوشوو  واقعيتونو لاملونه

لومړی، د بن په کنفرانس کې د ملت د رښتينو استازو ترڅنګ د قضيې يو مهم اړخ (طالبان او حزب اسلامي ) هم بيخې له پامه وغورځول شو او په جنګي ډګر کې هم ډېر شډل چلند ورسره وشو، که نه کېدای شول له هماغه پيل څخه نړيوالې ټولنې داسې پاليسي غوره کړې وای چې القاعده يې له طالبانو را بېله کړې وای او طالبان يې په يوه پراخ بنسټه حکومت کې ورګډ کړي وای. خو نه يوازې دا چې هغوی په بشپړه توګه له پامه وغورځول شول بلکې پر ځای يې د دوی سيالان اوهغه ډلې بېرته واک ته راوستل شوې، چې په کورنۍ جګړه کې يې ډېر منفي رول لوبولی واو په حقيقت کې د طالبانو راتګ د دغو ډلو د اعمالو پايله ګڼل کيږي. د بن د پرېکړو له مخې هغه کسان چې په جنګي جنايتونو تورن وو، بايد محکمې ته راکښل شوي وای، خو نه يوازې چې محاکمه نه شول بلکې سم دم په واک کې شريک شول.

دويمه لويه تېروتنه دا وه، چېکله بهرنيو ځواکونو پر کابل بريد وکړ او د طالبانو رژيم يې راوپرزولو، دوی بايد کابل بې وسلې کړی وای او اردو او پوليس يې د پخوانيو ډلو له اغېزې خوندي ساتلي وای، خو له بده مرغه د بن د پرېکړو پر بنسټ چې کوم حکومت واک ته ورسېد، داسې ښکارېده چې د ځانګړو ډلو په لاس کې يرغمل دی اوله همدې امله اردو او پوليس تر ننه ملي نه شول. د هغه وخت د ملګرو ملتونو استازي لخضر ابراهيمي هم د عدالت پر ځای لنډ مهالو مصلحتونو ته ډېر اهميت ورکاوه او بايد په زغرده ووايم، چې ده به د ستونزو د حل پر ځای پر ستونزو د سرپوښ اېښودلو ته ترجيح ورکوله او په دې توګه ډېر مهم ارزښتونه د کا‌ذبواو لنډمهاله مصلحتونو قرباني شول.

درېيمه تېروتنه داوه، چې د افغانستان په نوي حکومت کې يوځل بيا داسی ډلې ټپلې شريکې شوې، چې د افغانستان تر ملي ګټو يې زيات د بهرنيانواوپه ځانګړې توګه د ګاونډيانو د ګټو ساتنه کوله او په دې توګه د افغانستان حکومت د ګاونډيانو د سيالۍ ډګر وګرځېد. دپاکستان حکومت يا په حکومت کې ځينو کړيو،چې تل يې پر افغانستان دبشپړې واکمنۍ او استيلا پلانونه او خيالونه لرل، کله چې خپلې منصوبې په شنډېدو وليدې د خپلوموخو د ترلاسه کولو او يا له خپلو سيالانو سره د مقاومت په موخه مناسب فرصت لټاوه. امريکې چې په پيل کې پر پاکستان ډېر فشار راوړی و، پر عراق تر بريد وروسته يې نور دا هېر کړل چې د ۹/۱۱او د افغانستان د جګړې اصلي عاملين په پاکستان کې دي او په افغانستان کې يې يوازې عوارض را څرګندېږي. امريکې او ناټو يوازې عوارضو ته ټول پام واړوه او غوښتل يې هغه جګړه چې ريښې يې د پولې هاخوا وې په افغانستان کې وځپي.

د پورتنيو تېروتنو او نورو ډېرو خطاګانو نتيجه نن داده، چې افغانستان د ناامنۍ، د مخدره توکو مافيا او اداري فساد په يوه شيطاني او کرغېړن مثلث کې را ګېر دی او د ناامنۍ څپې يې اوس تر کرښې هاخوا تر اسلام آباد او لاهوره هم رسيدلي. اوس پوښتنه داده، چې څنګه پخوانۍ تېروتنې جبران کړو او افغانستان له دغه شيطاني مثلث څخه راوباسو.

د ستونزو کره تشخيص 

اوس اوس په افغانستان کې د افغانانو او نړيوالو پر وړاندې درې مهمې پوښتنې پرتې دي چې بايد هغو ته ډېر ژر د حل مناسبې لارې چارې پيدا شي :

درې پوښتنې :

١- په افغانستان کې نږدې کېدونکې د ولسمشرۍ لپاره ټولټاکنې او د جګړې پاى،

٢- په افغانستان کې د يو رښتوني ملي دولت، ملي اردو او ملي پوليسو جوړول،

٣- په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د برخليک ټاکنه.

د دريو پوښتنو لنډه شننه :

د افغانستان اساسي قانون حکم کوي، چې د ١٣٨٨ کال د غبرګولي په لومړۍ نيټه د ټولټاکنو له لارې ټاکل شوى ولسمشر په څوکۍ کيني، خوعملي واقعيت دادی، چې د هيواد له ٣٤ ولايتونو څخه په ٢٠ کې ډاډمن امنيت نشته او که امنيت وجود هم ولري، د دولت وسله وال مخالفين به دا ونه زغمي، چې د دوى له ګډون پرته دې انتخابات وشي. که چېرې دا کار ممکن واى، نو د بُن تړون به ناکام تړون نه و.

    که چېرې په افغانستان کې رښتونى ملي دولت جوړ نه شي او هر قوم، نژاد، دين، مذهب، او سيمه په هغه دولت کې ځان و نه ګوري، دا دولت نه ملي دی، نه مشروع  او نه هم دوام کولی شي .

د بهرنيو ځواکونو زياتول به هم قطعاً د مسئلې له حل سره مرسته ونه کړي، موږ پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د يرغل له تجربو څخه په بشپړ ډاډ ويلى شو، چې دا کار به د ګټې پر ځاى ډېر تاوانونه ولري او په پای کې به بيا هم اړ يو، چې دژېنو تړون په څېر د سولې يوې معاهدې ته غاړه کېږدو. 
 

د ستونزو د حل لپاره زموږ وړاندېزونه او طرحې

زموږ په اند د دې وخت را رسېدلی، چې نړيواله ټولنه د افغانستان په اړه په خپله ستراتيژۍ بيا کتنه وکړي او دنويو شرايطو او ايجاباتو په رڼا کې په خپله ستراتيژۍ کې ژور بدلونونه راولي. تر هر څه دمخه نړيواله ټولنه، امريکا او ناټو بايد خپلې تګلارې سره همغږي کړي او د افغانستان له دولت سره يوه ګډه ستراتيژي طرحه او دهغې له پلي کولو سره د ټولو هغو تېروتنو، چې مخکې ترسره شوي مخنيوی او جبران وکړي. په دغه طرحه کې بايد لومړی له وسله والو مخالفينو سره اړيکې ونيول شي او هغوی ته ډاډ ورکړل شي، چې  که چېرې دوی د سولې پروسې ته را ګډ شي، نو بهرني ځواکونو به د يوه ټاکلی مهال وېش له مخې افغانستان پرېږدي او دوی ته به د واک په ټاکلو کې برخه ورکول کېږي.

که چېرې له وسله والو مخالفينو سره مذاکراتو نتيجه ورکړه، کېدای شي د ملي پخلاينې يو بين الافغاني کنفرانس د ملګرو ملتونو او اسلامي کنفرانس تر سرپرستۍ لاندې راوغوښتل شي او بيا په هغه کې د يوې ملي لويې عنعنوي جرګې په اړه، د هغې د مېکانېزم او صلاحيتونو په اړه پرېکړې وشي او په دې توګه د يوه داسې حکومت لپاره لاره اواره شي چې د ولس د رښتينو استازو په ګډون د ټولو اړخونو لپاره د منلو وړ وي.

په دې توګه د افغانستان ملي سراسري جرګه وړانديز کوي، چې :

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، د اسلامي کنفرانس، ناپييلو هيوادونو اود افغانستان د شپږو ګاونډيانو تر مستقيمې څارنې لاندې دې، د خير غوښتونکو افغانانو په واسطه، د کليمې په رښتيني مانا يوه

لويه ملي او عنعنوي جرګه

جوړه او د جرګې پرېکړې دې د نړيوالو څارونکو په واسطه تضمين شي.

د عنعنوي لويې جرګې تعريف، د جوړېدو  ميکانيزم ، د پرېکړو څرنګوالى او د هغوى پلي کول د افغانستان ملي سراسري جرګې د سولې په طرحه کې په  لازم تفصيل څېړل شوې دي.

په پاى کې د افغانستان ملي سراسري جرګه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د محترم مقام له لارې د ټولې نړۍ هېوادونو، دولتونو، ځواکونو او بنسټونو ته دا پيغام استوي، چې :

موږ ته د حکومت او نظام جوړولو نسخې مه ليکئ ! په زور يې مه راباندې تپئ ! موږ ته پاليسي او ستراتيژي مه جوړوئ ! زموږ د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ او د ځمکنۍ بشپړتيا درناوى وکړئ ! يواځې د افغان اولس په دوستي حساب وکړئ، نه د ځانګړو ډلو، سلا کارانو، جاسوسانو او ژباړونکو په خبرو !!!                                                                                     

        په درناوى

آزاد او با ثباته افغانستان نه يوازې د افغانانو بلکې د ګاونډيانو، سيمې 

او نړۍ په ګټه هم دى !!

و من الله توفيق. 
 

د زياتو معلوماتو لپاره :

پوهنمل محمد معيين مرستيال باجوړی     ۰۰۹۳۷۰۰۶۸۸۸۸۷

صفيه صديقي      ۰۰۹۳۷۰۰۲۸۸۶۳۴

ډاکتر خوشال روهي      ۰۰۹۳۷۰۰۰۱۵۶۹۹