کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / افغان کریکټ ملي لوبډله ونازول شوه !

افغان کریکټ ملي لوبډله ونازول شوه !

کله چې د افغانستان د ملي کریکټ ټیم خپله لومړی لوبه، وبایله، زما پام یې کریکټ خواته جلب کړو.  د شمشاد ټلویزیون له لارې مې هر شپه د کریکټ د نورو لوبو پایلې کتلې. دغه اتل ټیم چې کله دویمه لوبه وګټله، نو زه یې نور هم وهڅوم چې دغه لوبه وڅارم او پایلې یې وګورم. هر کله به چې دفتر ته تللم نو د لر او بر او ټول افغان پاڼې مې د کمپیوټر پر مخ پرانیستې پرېښودې تر څو پایلې پکې وګورم.

کله چې دغه اتل ټیم دویمه لوبه وګټه نو ما سمدلاسه خپل ملګرو ته ټیلیفون وکړ چې ژرترژره باید سره کېنو. هماغسې مو وکړل. او د افغان محصلینو ټولنه چې د کابل د څلور ګونو پوهنتونونو محصلین پکې غړیتوب لري، سره کېناستو.  ما له دوی سره موضوع شریکه کړه او پریکړه مو وکړه چې د دغو اتلانو د لمانځلو لپاره باید محصلین هم چپ پاتې نشي او هلې ځلې وکړي. د محصلینو له خوا مو کمیټې وټاکلې او د اړیکو کسانو مو هم وټاکل چې د مشرانو سره په تماس کې شي.

د پوسټرونو د چاپلو لپاره زموږ ډېر تکړه ملګري ښاغلي همدرد د سحر مطبعې مشر ډاډ راکړ چې هغه به پوسټرونو ډیزاین کړي او موږ به ورته مالي سرچینه پیدا کړو تر څو پوسټرونه چاپ شي او د کابل ښار په دېوالونو ولګول شي.

بله ورځ د شمشاد ټلویزیون  له پردې موږ د افغانستان د وروستۍ لوبې په اړه شیبه په شیبه لوبه څارله او د شپې تر ناوخته ورته ناست وؤ، کله چې مو ولیدل چې د افغانستان لوبډله اتله شوه په ډېرې خوشالۍ سره مو د خپلو ملګرو سره خبره شریکه کړه او ټولو ته مو مبارکۍ ویله. تاسې ته د زړه خبرې کوم چې موږ د ټولو نورو لویو بریاو لپاره دومره خوښ نه وؤ لکه دغې بریا ته.

سره له دې چې د اړیکو کمیټې د ډېرو مشرانو سره لیده، کاته او په ټیلیفونونو اړیکې کړې وې، خو د بده مرغه یوازې هر څه وعدې پاتې شوې او هیڅ مشر زموږ په دغه بهیر کې ګډ نه شو تر څو اتلان ولمانځو.

کله چې مې د لراوبر او ټول افغان له لارې ولوستل چې صبا ورځ د کریکټ ملي لوبډله کابل ته راځي، نو بیا مې هم د څو مشرانو سره تماس وکړ، خو د بده مرغه بیا هم ناهیلی شوم.

ډېر زیات خفه شوم چې دا پښتانه مشران ولې داسې کوي، د کور غړي هم ټول ډېر خفه ښکارېدل او ټولو ټلویزیونونه څارل چې وګوري چا د کریکټ ملي لوبډله لمانځلې ده.

زه د ډېرې نا هیلی له کبله بیخې له ټلویزیون لرې شوم خو ورور مې راباندې غږ کړ، راشه په شمشاد کې د کریکټ د ملي لوبډلې د راتګ ټول ګزارش خپرېږي. زه په ډېرې لېوالتیا ورغلم، خو بیا هم خفه شوم ځکه یوازې دوه دری تنه وکیلان د هغوی هر کلي ته ورغلي وؤ. په کار دا وه چې لوړ پوړي چارواکي هلته ورغلي وی او د هغوی هرکلی یې کړی وی. د ډېرې ناهیلی سره سره ما او زما کورنۍ هر ه ورځ خپرونې کتلې که چېرې څوک د کریکټ ملي لوبډله سره خپله مرسته اعلان کړي.

تر څو چې یوه ورځ له دفتر څخه ناوخته راغلم، خو کله چې کوټې ته ننوتم و مې لیدل چې د شمشاد ټلویزیون لګېدلی دی. او د کورنۍ ټول غړي په ډېر دقت ورته غوږ دي. ما ویل څه خبره ده، دوی راته وویل چې د کریکټ د ملي لوبډلې لپاره شمشاد ټلویزیون پروګرام جوړ کړی، او انور الحق احدي، امیرزي سنګین او انجنیر پښتون خپل ډېر کلک ملاتړ ورنه ښکاره کړ. او د هغوی مرستې یې هم راته وویلې. دومره خوښ شوم چې په کالیو کې نا ځایېدم. او په ډېرې لېوالتیا سره مې خپرونه وکتله چې په پای کې د الحاج فضل کریم فضل په پاییزه وینا کې زموږ  ډېرو ښاغلو سوداګرو او شتمنو خپلو مرستې له دغه ټیم سره اعلان کړې. په میلیونو پیسې د هغوی لپاره ډالۍ شوې.

احدي ویلي وؤ چې دی به دوه لکه ډالره دغه ټیم ته د دولت له بودیجې څخه ورکوي تر څو هغه یې د خپلو چارو لپاره ولګوي او همدغه شان هغه به په انکشافي بودیجه کې ۲ میلیونه ډالره د کریکټ د لوبځایونو لپاره جلا کوي. امیرزي سنګین وویل چې هغه به مخابراتي کمپنۍ وهڅوي تر څو د هغوی د پروګرامونو سپانسر شي، انجنیر صاحب پښتون وویل چې هغه به د ۲۶ د دلوې په ښارګوټي کې د دغه ټیم ټولو لوبغاړو ته یو یو اپارتمان ورکړي. همدغه شان شرکتونو لکه ګلبهار سیټي سنټر، الکوزی، نجیب زراب،  اتصالات کمپنۍ، شاداب ظفر ساختماني شرکت، او نورو شتمنو لکه غفار داوي، ګل آغا شیرزي، ګل پاچا مجیدي، جبار نعیمي، د ننګرهار د ولایتي شورا غړي فضل الرحیم، بیدار ځاځي، د ځاځیو د ځوانانو شورا او نورو دغه اتلان ونازول.

او ډاډمن شوم چې په ريښتیا سره پښتنو یو ځل بیا خپل یووالی ښکاره کړ او د خپلو اتلانو لمانځه یې وکړه، دغه لویه بریا په کار وه چې همدغه شان لمانځل شوې وی. اوس هم یوه اندیښنه لرم، هغه دا چې په دو هیله چې دغه وعدې، وعدې پاتې نشي او په ریښتنې توګه ټولو هغو سوداګرو او شتمنو چې وعدې کړي خپلې وعدې په ځای کړي.

بل ملګري راته وویل چې د افغانستان د ځوانانو ټولنیز خوځښت هم غواړي د دوی لپاره پروګرام جوړ کړي. زه په دو هیله یم چې دغه پروګرام هم جوړ شي او دغه اتلان ولمانځل شي.

نور مو ډېر سر نه په درد کوم په پای کې د شمشاد ټلویزیون  له چارواکو د زړه له کومې مننه کوم چې په ریښتینې توګه یې د هېواد د ملي اتلانو په لمانځه کې خپل نقش په ځای کړ او د پښتانوپه زړونو یې مرحم کېښود. همدغه شان له پښتو سایټونو څخه هم مننه کوم چې شیبه په شیبه یې د دغه لوبو په اړه زموږ هېوادوالو ته تازه معلومات وړاندې کول.

په دوهیله چې زموږ د کریکټ ملي لوبډله او نورو څانګې په راتلونکې کې هم دغه شان بریاوؤ ولري او د هېواد نام د ټولو نړیوالو غږونو ته ورسوي.

په درنښت

تبصره نسته

  1. ‍‍دغریبو افغانانودکرکیټ ملی اتله …. رب دی روغ لره منګله
    ……………………………………………………….. افتخارشوی دکابله
    ګرانه منګله تا اوستاټولو ملګرو ته ډیره ډیره مبارکی وایم ،لوی الله مو کامیاب اوبریالی ولره
    خوږه وروره ددردیدلیو ازوریدلیوافغانانودعاوی درپسی دی انشاءالله نوری بریاوی به هم راوړی . وروره څرنګه چه دکرکیټ لوبډله یوه ملی اوافغانی لوبډله ده اودلوبوپه ګټولوسره یی دټول افغانستان نن

  2. ‍‍دغریبو افغانانودکرکیټ ملی اتله …. رب دی روغ لره منګله ……………………………………………………….. افتخارشوی دکابله
    ګرانه منګله تا اوستاټولو ملګرو ته ډیره ډیره مبارکی وایم ،لوی الله مو کامیاب اوبریالی ولره خوږه وروره ددردیدلیو ازوریدلیوافغانانودعاوی درپسی دی انشاءالله نوری بریاوی به هم راوړی . وروره څرنګه چه دکرکیټ لوبډله یوه ملی اوافغانی لوبډله ده اودلوبوپه ګټولوسره یی دټول افغانستان ننګه کړیده ،نه یواځی دیوسمت ،ژبی یاقوم.
    نوزه دادهرافغان هغه که په هرسمت،قوم ياژبی پوری تعلق ولری دایوه قومی ،ملی فریضه بولم چه دکرکیټ دملی لوبډلی ملاتړاوننګه وکړی
    ترڅودالوبډله په راتلونکی کی نوری لاس ته راوړنی هم راوړی .
    دیوموټی اوسرلوړی افغانستان په هیله….
    ……………… شرافت شریف کراچی

  3. Cricket is a new trend towards a better, brighter and stronger future. Thanks to your reporting, and the cricket team, we Afghans are becoming more aware of our strengths. God bless all of us!!! I hope that the Afghan leaders will learn what they are supposed to do when it comes to our heros of hard wark, determination and ambition.

  4. افغان لوبډلی ته د کامیابی مبارکی وایم الله دی ورته ټولو لوبو کی بریا ورنصیب کړی.

    د لوبلی په هلکه می ډیر تازه او ژوندی معلومات په لاندی افغانی ویب پاڼه کی ولوستل … غواړم د لوبی مینه والو سره یی شریکه کړم.

    http://www.eslahonline.net

    بیا

    د اصلاح انلاین د کرکټ لپاره ځانګری پاڼه باندی کلیک وکړی.