کور / راپور / نعيمي : په ناامنو سيمو کې دې له سره نوم ليکنه وشي

نعيمي : په ناامنو سيمو کې دې له سره نوم ليکنه وشي

د ميدان وردګو ولايت پخواني والي عبدالجبار نعيمي له افغان حکومت او نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د ټاکنو د تر سره کېدو لپاره يو ښه امنيتي پلان طرحه کړي ، په ځانګړې توګه په هغو ولايتونو کې چې امنيتي حالت کړکيچن دي .

نعيمي دغه څرګندونې  په برلين کې د ټاکنو په اړه په څو جوړو شويو مجلسونو له ګډون وروسته ، تېره ورځ په کابل کې خبريالانو ته وکړې .

نعيمي زياته  کړه چې افغانستان د ټاکنو د نېټې له اعلان وروسته يوه حساس پړاوو ته ننوتلى ، نړيواله ټولنه بايد د تېرو ټاکنو په څېر پوره چمتوالى ولري ، د ټاکنو لپاره اړين امکانات تيار کړي، د عامه پوهونې  په بهير دې له سره غور وکړي  او په دې برخه کې پوره کار ته لانوره اړتياهم شته .

نعيمي وويل  په نا امنو سيمو کې دې دنوم ليکنې بهير له سره پيل شي ، ځکه چې په يو شمېر سيمو کې خلک د ناامنۍ له امله له نوم ليکنې بې برخې پاتې شوي دي ، هغه د خلکو رايه ارزښتنمنه او د ملت د راتلوونکي ټاکوونکې وبلله او له همدې امله يې ټينګار وکړ، چې بايد څوک د رايې له کارته بې برخې پاتې نشي او د رايې اچونې حق ورکړل شي .

نوموړي وويل چې د ټاکنو لړۍ ساتلو اودوام ورکولو ته بايد ډيره پاملرنه وشي او کانديدان بايد يو بل تخريب نکړي ، بلکې  په ريښتني توګه ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي او مثبت رقابت ولري .

نعيمي په ډاګه کړه چې په تېرو پنځو کلونو کې ولس  په ريښتيا له داسې ناخوالو سره مخ شوى ، چې ناهيلي شوى ، ستونزو ته يې پوره پاملرنه، نه ده شوې ، خو رايه بايد وکارول شي او د رايې په نه کارولو سره دا ولس له نورو ستونزو سره هم مخ کېداى شي.

 نوموړي زياته کړه چې لومړى بايد کاندايدان په خپلو منځونو کې تفاهم وکړي او د زياتو کاندايدانو له شمېرې دې تېر شي ، ځکه چې د ولس په رايې باندې ناوړه اغېز کوي  او رايې وېشل کيږي ، چې بياد ټاکنو پايلې  ته  زيان رسوي، نو له همدې  امله بايد زياته پاملرنه وشي ، چې د ولس  د رايې د وېش مخه ونيول شي ، هغه ټينګار وکړ چې بايد کانديدان لږ او مشخص وي .

 ده له ولس څخه غوښتنه وکړه چې خپلې رايې بايد وکاروي او هغه چاته رايه ورکړي چې ددې ملت  اسلامي او ملي ګټو ته ژمن وي او د ولس لپاره قانع کوونکي کاري پلانونه او تګلارې ولري .


ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ راتلوونکې ټاکنې د ١٣٨٨کال  په پيل کې  ترسره شوې واى ، خو د مالي او امنيتي ستونزو له امله دغه ټاکنې د ياد شوي کال د زمري د مياشتې ٢٩مې  نېټې ته وځنډېدې .