کور / سياسي / د ترور پر ضد د جنګ پای

د ترور پر ضد د جنګ پای

لیکوال : فلیپ جرالډی

منبع : کمپېن فار لیبرټی ویب پاڼه
 
د ژباړن یادوَنه : دکتور فلیپ جرالډی په سی آی اې کی د تروریزم سره د مبارزې ماهر او د پوځی استخباراتو افسر و . جرالډی تکړه لیکوال او مؤلف دی او دا لیکنه یی په نوموړي سایټ کی د جنورۍ پر ۲۹ لیکلې ده . اوس د سی آی اې پخواني افسران هم تدریجأ پر خپلو ناوړه کړنو اعترافونه کوی او خپل اجرأت ظالمانه بولی . د ده  د انتقادی لیکنی ژباړه دا ده وړاندی کیږی ( ن . صمد )


نور نو دا وخت رارسېدلی چی د ترور پر ضد جګړه پای ته ورسیږی . حکومتونه له مخکی څخه لا په دې پوهېدلي چی د یو مشکل د تعریف لپاره د لغاتو او عباراتو ماهرانه استعمال د تګلاری د مباحثو څرګندول محدودوی . د کانګریس لخوا چی په بهرنیو هېوادو کی د رژیمونو د بدلون کوم پریکړه لیکونه کیږی ، هغه په غولونکې توګه د « حساب کتاب کولو » ، د بشری حقوقو د ښه لوړولو ، یا د دیموکراسۍ د رواجولو د استقرار په نوم توضیح کیږی . د دې مفهوم له مخی د امریکا په سیاسی قاموس کی داسی کلمه نسته چی د « جنګ » تر کلمې دې خرابه او ناولې وی . امریکا په مجازی او اصلی دواړو ډولونو سره مسلسل په جنګ کی ده . په طعنه او پیغور سره باید وویل سی چی په عراق او افغانستان کی چی اصلی جنګ روان دی ، نو هغه ته پرله پسې بل نوم ورکول کیږی ، یعنی په لومړني کی د ناټو د ټینګښت عملیات او په دوهمي کی هم د ملګرو ملتونو د پریکړه لیکونو جبری تطبیقول راته وایی . دا چی جنګ باید همیشه د کانګریس لخوا اعلان سی ، چی دا کار د ۱۹۴۱ راهیسی نه دی  سوی ، نو هر څوک باید دا په فکر کی ولری چی ټوله هغه جنګونه چی بیلابیلو ولسمشرانو مخته بیولي ، لږ تر لږه د اساسی قانون له مخی اساسأ جعلی او ساختګی دي .


د اساسی قانون څخه پرته هم چی هرکله واشنګټن کوم نوي جنګ ته لاس اچولی ، نو غوښتي یې دي چی خپل مطلب ډېر جدی وښیًی . یو د مخدره موادو پر ضد جنګ و ، بل د فقر پر ضد جنګ و ، او بیخی وروستی یې هم د ترور پر ضد جنګ و چی کله نا کله به یې هغه نور هم پسی غټ کړ او د ترور پر ضد نړیوال جنګ به یی وباله . البته د ترور پر ضد نړیوال جنګ ، لکه جان ایډوارډز چی هم څېړلی ، صرف او صرف یو تش په نوم خوږ شعار دی او بس . په دې سره داسی فهمول کیږی چی ګویا حکومت د خبیثانو د ریښو کښلو او د هغوی د بېله قید او شرطه تسلیمېدو لپاره خپل ټول منابع په کار اچوی . لدې طریقه یې دا هم غوښتنه وی چی اتباع دې یوه پَټه راکښته سی ، او د دې شریفانه هڅی لپاره دې د خپلو اولادونو ، خزانې ، حتی قانونی حقوقو قربانۍ هم ورکړی . که جنګ روان وی نو د هغه د علتونو او نتایجو په باره کی بحث هم باید و نه سی . لنډه دا چی دا کار د حکومت لپاره یو سپین او خالی چیک وی تر څو لدې لاری هر ډول قانونی او حقوقی اصول تر پښو لاندی کړی او د بریالي کېدو په غرض هر څه چی لازم بولی ، ویې کړی . 


د ترور پر ضد د جنګ دغه عبارت چی لومړی ځل د ولسمشر بوش لخوا د سپټمبر د یوولسمی تر حملې فقط نهه ورځی وروسته په فصیحه لهجه سره څرګند سو ، د تخیل او افسانې څخه پرته بل څه نه دی . دې کار بس له هماغه را وروسته چارواکو ته دا صلاحیت ورکړی چی د « هېواد پالنی او پوځی کمیسیون د مقرراتو» د بیلابیلو تعبیرونو له لاری د اساسی قانون د لاس او پښو ماتول حق په جانب وښیًی . د « امریکا ساتنه » یو داسی ثابت شیً وګڼل سو چی د هغه له مخی صرفأ یو نمانځونکیً او غیر مسؤل اجرایًیوی قدرت رامنځته کړای سو . له هماغه پیله انتقادیانو څرګنده کړې چی ترور کوم جغرافیوی موقعیت نه لری ، هغه یو تاکتیک دی چی د هغسی جنګیالیو لخوا استعمالیږی  چی هغوی پخپله بېلابېل سوابق لری ، بېلابېل هدفونه لری ، او د امریکا د تهدیدولو لپاره لږ یا ډېر توان لری . تروریزم کوم داسی متحدالشکله غورځنګ نه دی چی د نازیزم یا کمونیزم غوندی یو پیاوړی اقتصاد دې مرسته ورکړی ، او که حتی دغه ډلی چی ترور مخته بیایی یو څه سره متحد هم سی ، بیا هم نسی کولای چی په نړۍ کی هیڅ کوم مشروع حکومت چپه کړی . د فلپین تروریسټان د عراقی سارو سره د خپلی مبهمی فلسفي خپلوۍ نه پرته یا خو هیڅ او یا هم خورا لږ اشتراک لری او کېدای سی دواړه د خپلو خپلو خلکو لخوا هله مات سی چی پرې راپورته سی او ورته ووایی چی بس ، نور بس ده ، نه دا چی دغه کار دې د استعمارګر واشنګټن لخوا وسی . واشنګټن اصلأ په وار مخکی له واره جنګ کی ډېره منفی اغیزه ښندلې ده ، د هغه  پټو جېلونو او کړولو  تروریسټی ډلي نوری هم زړه وري کړي او لیکی یې نوری هم له خلکو ډکی سوي دي .


او باالاخره د ترور پر ضد جنګ چی واشنګټن او متمدنو امریکایی خپرونو په دې نوم بللیً ، د پیسو او طاقت وروستی ماشین او هغسی ستر پوځی او استخباراتی تعهد دی چی نه ختمېدونکی دی او نه هم د نړۍ په هیڅ کومی برخی پوری محدود دی . څنګه چی ترور نه کوم پایتخت او نه هم ملی هویت لری ، نو د هغه پر ضد جنګ هم د نیولو یا تسلیمولو پواسطه پای ته نه رسیږی . څنګه چی دا یو پټ جنګ دی ، نو د هغه پر ضد به همداسی غیر ثابتی او نامنظمی طریقې استعمالیږی ، خیر دی چی هغه ملکی انسانان پکښی ووژل سی چی تروریسټانو ته یې ګواګی پناه ورکړې ده ، بس د بیګناه انسانانو د وینو بهول به د امریکا پر ضد د کرکی یو نوی نسل ایجاد او تولید کړی . دا وینی بهول به تر څو چی تروریسټان موجود وی ، همیشه او هره خوا ادامه لری تر څو په دې ډول د حکومت لخوا په هېواد کی د خپلو اتباعو په ژوندانه کی د جبری مداخلې او هم په نړیواله کچه د دې جګړې د پایښت لپاره ستره او له توانه وتلې بودجه حق په جانب وښیًی . هو ، دا په ۱۹۸۴ کی د جورج آرویل هغه توره انګېرنه ده چی باالاخره په حقیقت بدله سوه . ظلم او ډیوالی توب به د ترور پر ضد د جنګ میراث وی . 


د تیرو اتو کلونو د خبایثو او ناولتیاوو د سمون او هم هغو تګلارو ته د شا ګرځولو په غرض چی ډیري نامطلوبه ثابتی سوي ، نور نو په واشنګټن کی د نوی ادارې لپاره دا وخت رارسېدلی چی اعلان وکړی چی د ترور پر ضد جنګ او د یو مفهوم په توګه پخپله جنګ نور پای ته ورسېد . افغانستان نور باید « د ترور پر ضد مرکزی جبهه » و نه بلل سی ، یعنی هغه بې مفهوم او بی معنا وضاحت چی د مرکزی آسیا په سیمه کی د امریکا د هر ډول جدی تګلاری د مخفف لیکنی څخه پرته بل څه نه دی . دوه کاله مخکی عراق همدغسی « مرکزی جبهه » بلل کېده خو هغه په ظاهره دلته را انتقال سوه ، لاکن د دې ټولو سره سره دا څرګندوَنه د یو ږغ څخه پرته بل څه نه دی تر څو اویا زره ( ۷۰۰۰۰ ) امریکایی پوځیان په یو بل هغسی جنګ کی ورګډ کړی چی په هیڅ کوم دودیز احساس سره تقریبأ نه سی ګټل کېدای . 


د هغه تفکر بدلون به پسله څو کالو نور نو آسانه نه وی چی د تروریزم استدراک ته لوری ورکوی او په تشریفاتی ډول جنګ بلل کیږی ، خو بیا به هم دا کار کېدونکی وی . د برتانیې صدراعظم ګورډن براون د ۲۰۰۷ په جولای کی حکومتی وزیرانو ته هدایت وکړ چی د ترور پر ضد د جنګ نوم نور ذکر نه کړی . د ده داخله وزیر جیکی سمیت د برتانیې دریځ خورا روښانه کړ او داسی یې وویل : « تروریسټان مجرمان دي چی قربانیان یې د ژوندانه د هری طبقې ، ټولنو او مذهبونو څخه ګڼل کیږی . » د برتانیې حکومت تر دې وروسته د تروریسټانو د پیژندلو او نیولو عمل ته د جنګ هیڅ نوم نه دی ورکړی او نه یې هم په غبرګونیزه توګه تروریزم ته د مسلمانانو سره کوم ارتباط ورکړی دی ، او دلیل یې دا ویلیً چی د یوې ټولنی پر ضد د جنګ اعلان په مراتبو غیر عادلانه دی او هیڅکله هم ګټور نه تمامیږی . برتانیې هیڅکله د « اسلامی فاشیسټانو» هغه له کرکی ډکه څرګندوَنه نه ده کارولې چی په امریکا کی د نوو محافظه کارانو تر منځ ډېره عامه ده او په لنډه توګه د بوش ادارې هم خپله کړې وه . د برتانیې صدراعظم په زغرده څرګنده کړې چی تروریسټان هغه مجرمین دي چی په ټوله نړۍ کی هیڅ کوم حکومت هم د هغوی ملاتړ نه کوی او باالاخره به د نورو ټولو مجرمینو غوندی ماتیږی . هو ، امریکا ته هم لازمه ده چی نور نو همدغسی وکړي . پای