همدرد: يوه زرغونه او له امن څخه ډكه پكتيا غواړو !
نن جمعه د سلواغي اتلسمه هغه غونډه چي (څنګه وكولاي شو پكتيا زرغونه او سمسوره كړو) تر سرليك لاندي جوړه شوي وه ، سلاكار وزير او دپكتيا والي جمعه خان همدرد هم برخه اخيستي وه .
پكتيا والي جمعه خان همدرد د غونډي برخه والو ته وويل : پكتيا كه څه هم غرونه يي په طبيعي شكل زرغون دي خو د ښارونو او بانډو زرغونتيا ته هيڅ ډول پام نه دي شوي .
د ه زياته كړه ، په پكتيا كي د پكتيا ولس په ډير ستر لګښت كورونه جوړوي ،خو د هغه كور دننه يو نيالګئ نه لګوي ، چي كور يي زرغون شي .
ښاغلي همدرد زياته كړه : زغونتيا نه يوازي ښارونه او بانډي ښكلې كوي ، بلكه هوا هم تصفيه كيږي او روغتيا ته ګټه رسوي .
ده ژمنه وكړه چي را روان پسرلي كي به يو ټوليز كمپاين د نيالګيو كښينو لپاره پيل كوي ، او شعار به يي دا وي چي هر پكتيا وال مكلف دئ ، چي دوه نياله كښينوي .
پكتيا والي وويل ، راځئ چي يوه زرغونه او له امن څخه ډكه پكتيا ولرو .