کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: د بېنظيربوټو د قتل څېړنه كوي

ملګري ملتونه: د بېنظيربوټو د قتل څېړنه كوي

ملګري ملتونه وايي ډېر ژر به د پاكستان د پيپلز ګوند د مشري د قتل څېړنه پيل كړي.
د ملګرو ملتونو اداره وايي دغه پرېكړه پرون د پاكستان د ولسمشر آصف زداري او د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بانكي مون ترمنځ په مخامخ ليدنه كي وسوه.
ملګري ملتونه وايي د ارواښادي بېنظيربوټو د قتل د څېړني دپاره يې كمېسون جوړ كړى، چي په نيژدو ورځو كي به پاكستان ته سفر وكړي او د دې مرموز قتل په هكله به تحقيقات شروع كړي.
بېنظير بوټو د ۲۰۰۷ كال د ډسمبر پر ۲۷ – مه په راولپنډۍ كي يوې غونډي ته تر وينا وروسته ووژل سوه، چي د قاتلينو هويت يې تر اوسه نه دئ څرګند سوى.