کور / تازه خبرونه / روسيه: د امريكا غير پوځي اكمالاتو ته لار وركوو

روسيه: د امريكا غير پوځي اكمالاتو ته لار وركوو


د روسيې حكومت اعلان كړئ، چي په افغانستان كي مېشتو امريكايي پوځونو ته تلونكي غير پوځي توكو ته له خپلي لاري د تېرېدو لار وركړي.
روسان وايي له وسلو او پوځي سامان آلاتو پرته به د خوراكي، روغتيايي او نورو اړينو توكو د لېږد اجازه امريكا ته وركړي.
روسيه وروسته له هغه دغه اعلان كوي، چي قرغزستان دوې ورځي دمخه په خپل هيواد كي له امريكا څخه د ماناس هوايي ډګر د خوشي كېدو غوښتنه وسوه.
د ماناس هوايي ډګر په منځنۍ آسيا كي د امريكا له خوا يوازينى پوځي مركز وو، چي په افغانستان كي يې د خپلو پوځي تشكيلاتو دپاره كار ځني اخيست.
قرغزستان وايي امريكايانو چي د دې هوايي اډې د كارېدو په بدل كي ورسره كړي ژمني پوره نكړې، ځكه يې بايد خوشي كړي.
بلي خواته د امريكا حكومت وايي له قرغزستان سره يې په دې باره كي خبري شروع كړي، چي ښايي قرغزستان بيرته خپله اراده بدله كړي.