کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ  کې د امریکا د ولس مشر بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې یو شفاف او ګړندې ماموریت ته اړتیا لري.

ورځپاڼې د نوموړي په حواله وړاندې لیکلي دي چې امریکا  نشي کولې یوازې په پوځي وسایلو سره په افغانستان کې  برې ترلاسه کړي بلکه واشنګټن ته پکار ده چې له پاکستان سره ډیپلوماټیکې هڅې پیل کړي.

ورځپاڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د اکمالاتو مسله راغستې او پوښتنه يې کړې چې ایا چابهار د خیبر پر ځاې د ناټو اکمالاتي لار ګرځیدلې شي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هم د انتخاباتو د نیټې د اعلان سر پورته شویو اختلافاتو ته کتنه کړې او د انتخاباتو پخپل وخت د ترسره کولو سپارښتنه کړې ده.


د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د امنیتي وضع د څیړلو لپاره په مونیخ کې په جوړې  شوې غونډې تبصره کړې  او پدې ترڅ کې له دې غونډې نه د افغانانو هیلې جوتې کړیدي.

ورځپاڼې په یو بل ځاې کې په افغانستان کې د اقتصادي ودې او د امنیت د ټینګښت لپاره په واحدې او همغږې ستراتیژۍ ټینګار کړې دې.

ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې روان جنګي حالات څیړلي خو لیکلي دي چې دا جنګ د  افغانانو په کلک هوډ سره پاې ته رسیدلې شي.


د ارادې خپلواکې  ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې د افغانستان جنګ یو نوي پړاو ته ننوځي.

ورځپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي هغه رپورټ چې پدې  برخه کې پوځي چارواکو ته سپارلې کیږي په هغې کې د امریکا د استخباراتي سازمانونو د وضعت څیړل هم شامل دي.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د جرمني په مونیخ ښار کې د افغانستان په اړه جوړویدونکې غونډې ته کتنه کړې چې پکې  د افغانستان امنیتي وضعه څیړل کیږي.

ورځپاڼه وايې  که چیرې نړیواله ټولنه غواړي چې په افغانستان کې ددغې ستونزې د حل لپاره غښتلي ګامونه پورته کړي نو په شتو امنیتي ستراتیژیو د بیا کتنې ترڅنګ باید ټول هغه لاملونه چې  د نا امنۍ جرړه بلل کیږي وڅیړي او د له منځه وړلو لپاره يې کوټلي ګامونه پورته کړي.


د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغان دولت د نړیوالو انتقادونو ته په اشارې لیکلي دي چې ولس مشر  کرزې د امریکا او اروپا د مشرانو د قانع کولو په هڅه کې دې.

دې ورځپاڼې هم د انتخاباتو د نیټې د اعلان په سر پورته شوې لانجې ته اشاره کړې او لیکلي دي چې د انتخاباتو له بحران نه د وتلو لار د موقت حکومت جوړول دي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.

انیس هم پخپله سرمقاله کې د مونیخ په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې دا غونډه تر ډیره د نړۍ، منځني ختیځ او په تیره بیا د افغانستان په امنیت متمرکزه ده او امریکا په تمه ده چې په افغانستان او پاکستان کې د ترورزم به خلاف په روانه مبارزه کې د اروپا فعال مشارکت ترلاسه کړي.

خو اصلاح بیا افغانستان ته د نورو سرتیرو د استولو په مسلې تبصره کړې او لیکلي دي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د امن او امان د ټینګښت لپاره په نورو لارو هم فکر وکړي.


د اووټ لوک انګلیسي ژبي نا دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې د مونیخ په غونډې تبصره کړې او لیکلي دي چې د افغانستان امنیت لا هم د نړۍ د پاملرنې په سر کې ځاې لري.

ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې له ناټو سره د روسیې په همکارۍ تبصره کړې او لیکلي دي چې روسیې او تاجکستان دواړو پدې برخه کې خپل تیارې څرګند کړې دې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د مالیې د وزیر د استعفې مسله راغستې او لیکلي دي چې د ولس مشر کرزي چار چاپیره خالي کیږي.

ورخپاڼې د موضوع په دوام لیکلي دي چې د ښاغلي احدي په استعفې سره د هغو وزارتونو شمیر چې وزیران نلري او د سرپرستو لخوا اداره کیږي پنځو ته ورسید.

ورځپاڼې بیا هم پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون سفر څیړلې او پدې  ترڅ کې يې د خلکو هیلو او توقعاتو ته کتنه کړې.