کور / تازه خبرونه / امريکه د خپلي پوځي اډې د تړلو په هکله خواشينې ده

امريکه د خپلي پوځي اډې د تړلو په هکله خواشينې ده

په داسي حال کښي چي قرغيزستان په خپل هيواد کي د واشنګټن د پوځي اډې د تړلو خبر ورکړی دی، د يونايټډ پرس انټرنېشنل خبري آژانس په حواله  د امريکا د بهرنيو چارو نوې وزيري  هيلړي کلنټن د  دغه کار د زياتي اندېښنې وړ ګڼلی دی . هغې د قرغيزستان د دولت سره د خبرو اترو يادونه کوي ، څو په دې پرېکړه کي  د سره غور وکړي .

خو قرغيزستان د امريکا ددې سټراټيژيکي پوځي اډې د تړلو تصميم نهايي ګڼي او ددې اقدام وجه يې د افغانستان په هکله د واشنګټن  ناسم او اشتباهي سياستونه بللي دي .

په قرغيزستان کي د امريکا دغه پوځي اډه يو د هغو مهمو اډو څخه وه چي په افغانستان کي يې د امريکا په ملاتړ  د طالبانو سره جګړه پر مخ بېوله .

د ماناس دغه پوځي اډه چي  امريکايي۱۲۰۰ پوځي قوتونه پکښې پراته دي د بيشکک د هوايي ميدان ته نيژدې واقع ده . جالبه خويې لا دا چي د دې اډې په څو کيلو متري کي د روسانو هم  يوه  پوځي اډه پرته ده !

امريکا د دې اډې په درلودلو سره د کاله يونيم سل ميليونه ډالره د قرغيزستان ددولت په واک کي ايښودله .

  د امريکا دغه پوځي اډه د کال ۲۰۰۱ په ډسمبر کي د ملګرو ملتو په اجازه د افغانستان  د ټروریسټي عملياتو  ضد کارنامو په خاطر  پرانيستل سوې وه .